پلخمري (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰) : د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ موټر برید شوی دی.
د دې ولایت دامنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت د غبرګولي په ۱۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا برید نن تر ماښام وروسته دامنیه قوماندانۍ مخې ته شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې وسله والو مخالفینو له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د قوماندانۍ په قره ول کې چاودنه ورکړې ده.
د بشارت په وینا، په دې برید کې ملکيانو او نظامیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمیره یې ونه ښوده.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال هم وایي چې پر امنیه قوماندان موټر بم برید شوی.
د عزیز په نامه یو تن عیني شاهد پژواک ته وویل چې په سیمه کې یې ګڼ شمیر مړي او ټپیان لیدلي چې ډیری یې ملکیان وو.
بلخوا ځینې امنیتي سرچینې وایي چې په دې برید کې تر ۲۰ پورې ملکیانو او نظامیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې د ولسوالۍ امنیه قوماندان هم په ټپیانو کې شامل دی.
ددې برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP