Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دفاع وزارت : د هلمند لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ووژل شو

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۰) : د ملي دفاع وزارت وایي چې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی دی.

د یاد وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې پر وسله والو طالبانو ګډ عملیات تر سره کړل.

سرچینې زیاته کړې چې د دغو عملیاتو په پایله کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان “مولوي مبارک” په ګډون ۹۴ طالبان ووژل شول او ۱۶ نور ټپيان شول.

سرچینې زیاته کړې چې همدا راز زیات شمېر وسلې، مهمات او تجهیزات یې له منځه یوړل شول.

طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

د یو بل خبر له مخې، د ملي دفاع وزارت ویلي، تېره ورځ دفاعي امنیتي، کومانډو او ولسي پاڅون کوونکو د هوایي قواوو په ملاتړ د هرات ولایت مرکز، انجیل او د ګذرې ولسوالیو اړوند سیمو کې طالبان په نښه کړل.

سرچینې زیاته کړې چې په پایله کې ۳۵ طالبان ووژل شول او ۲۷ تنه یې ټپيان شول.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.