ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د ملي شخصیتونو انځورونو پاکولو د خلکو غوسه را پارولې ده

په اروزګان کې د ملي شخصیتونو انځورونو پاکولو د خلکو غوسه را پارولې ده

author avatar
5 Sep 2021 - 14:18
په اروزګان کې د ملي شخصیتونو انځورونو پاکولو د خلکو غوسه را پارولې ده
author avatar
5 Sep 2021 - 14:18

ترينکوټ (پژواک، ١٤ وږى ١٤٠٠): د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور رياست د دغه ولايت پر ځينو ديوالونو د پخوانيو ولسمشرانو او ملي شخصيتونو انځورونه پاک کړي، خو دغه کار بيا د خلکو غوسه راپارولې ده.

شاوخوا يو کال وړاندې د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د دغه رياست پر ديوالونو د احمدشاه بابا، ميرويس نيکه، غازي امان الله خان، امير عبدالرحمن خان، اعلحضرت ظاهر شاه، سردار داوود خان، رحمان بابا او ګڼ شمېر نورو کسانو انځورنه رسامي شول او ترڅنګ يې د دغو کسانو اړوند لنډ معلومات هم وليکل شول.

خو تېره ورځ دغه انځورنه پاک شوي چې د ځوانانو او مدني فعالانو سخته غوسه يې را پارولې ده.

په دې اړه د اروزګان اوسېدونکي محمد نسيم همتزي پژواک ته وويل چې له ديوال څخه د ملي شخصيتونو د انځورونو پاکول، سخت خپه او غوسه کړى دى.

دى وايي: ((دغه ډول انځورونه او د دغو خلکو کارنامې موږ ته تاريخ زده کوي، دا زموږ ملي شخصيتونه دي، انځورونه يې که په ديوال کې وي څه ستونزه لري.))

همدارنګه د دغه ولايت يو بل اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې د يادو کسانو انځورونه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري پاک شوي چې دا غير مناسب کار دى.

د دغه ولايت يو بل اوسېدونکى صبغت الله صابر وايي: ((په دې کار سخت مايوسه شوى يم، له مسوولينو غواړم چې دغه مغرض کسان پيدا او قانوني چلند ورسره وکړي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې دغه کار ملي شخصيتونو ته سپکاوى دى.

په دې اړه د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو مسوول غلام نبي الفت پژواک ته وويل چې دغه انځورونه په ناسم ځاى کې رسامي شوي وو، نو ځکه پاک شوي دي.

دى وايي: ((کله چې موږ لمونځ کاوه نو د سلام ګرځولو پرمهال به مو سترګې پر دې عکسونو لګېدې، نو ځاى يې مناسب نه و ځکه مو پاک کړي دي.))

نوموړى زياتوي چې ډېر ژر به دغه انځورونه بېرته په يوه مناسب ځاى کې رسامي کړاى شي.

د يادونې ده چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته په ځينو نورو ولايتونو کې هم د يو شمېر کسانو رسامي شوي انځورونه يا پاک شوي او يا هم څېرل شوي دي.

Visits: 366

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.