ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دغه شنبې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت درې سلنه لوړ شوی

دغه شنبې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت درې سلنه لوړ شوی

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۰): نن کابل په ښار کې د تېرې اوونۍ په نسبت د افغانیو پر وړاندې د ډالر لوړېدلو ترڅنګ د نفتي توکو بیې ۶ او د سرو زرو دوه سلنه لوړې شوې دي.

د کابل ښار د شهزاده سرای د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبرې اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر ارزښت ۹۰.۵۰ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۳ افغانیو تبادله کېدې.

دا په داسې حال کې ده چې د تلې په ۳مه د یوه امریکایي ډالر ارزښت ۸۸ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۳ افغانیو بدلېدې.

نفتي توکو کې شپږ سلنه لوړوالی

د کابل ښار تایمني څلورلارې کې د هاشمي د تېلو ټانګ یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن د تېرې اوونۍ په پرتله د یوه لېتر پټرولو بیه له ۶۸ نه ۷۰ او د یوه لېترډېزلو بیه له ۵۵ نه ۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د کابل ښار د کلولې پشتې سیمې ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن د تېرې اوونۍ په پرتله د یو کیلو ګاز بیه له ۷۵ څخه ۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د قزاقي اوړو بیې لوېدل

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرې اوونۍ په پرتله د یوې ۴۹ کیلویي قزاقي اوړو د پلور عمده بیه له ۲۳۰۰ څخه ۲۲۰۰ ته راټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، د تقاضا کموالی او ډېر واردات د اوړو بیې ټيټېدو لامل شوی

خو هغه وویل چې نن د تېرې اوونۍ په څېر د یوې ۴۹ کیلویي هندۍ بورې عمده بیه ۲۸۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۳۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۴ افغانۍ، یوه کیلو اندنیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ او یوه کیلو تور افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ دي.

د ځينو توکو پرچون پلور د هغو له عمده بیې سره په ځینو مواردو کې کم او په ځینو کې ډېر توپیرلري.

د کابل ښارد دهن باغ د خوراکي توکو په مارکېټ کې یوه هټۍ وال حامد صوفي زاده وویل چې نن د یوې ۴۹ کیلویي قزاقي اوړو بیه ۲۲۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلويي هندي بوره په ۲۹۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۳۵۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۶۰ او یوه کیلو تور افریقایي چای په ۳۹۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو تر دوه سلنې ډېر لوړېدل

د کابل ښار د مریم لېسې بازار د سرو زرو پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن د تېرې اوونۍ په پرتله ۷۵۰ عیار عربي سره زر له ۳۹۰۰ افغانیو نه ۴۰۰۰زره او ۵۸۵ عیار روسي سره زر له ۳۱۵۰ نه ۳۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوي دي.

نوموړي وویل چې په کابل ښار کې د سرو زرو بیو لوړېدل په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له لوړېدو سره اړیکه لري.

Visits: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.