ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن کابل ښار کې د ډېزلو او مایع ګاز بیه شپږ سلنه کمه شوې ده

نن کابل ښار کې د ډېزلو او مایع ګاز بیه شپږ سلنه کمه شوې ده

author avatar
6 Nov 2021 - 13:43
نن کابل ښار کې د ډېزلو او مایع ګاز بیه شپږ سلنه کمه شوې ده
author avatar
6 Nov 2021 - 13:43

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۰): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د اوړو او عربي سرو زرو بیې لوړې شوې، خو د بورې، مایع ګاز او ډېزلو بیې کمې شوې دي.

د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۷۶ افغانۍ ده خو د یوه لېتر ډېزلو بیه له ۷۵ افغانۍ څخه ۷۰ افغانیو ته کمه شوې ده.

نوموړي وویل، د ډېزلو بیه له ایران څخه د وارداتو د ډېرېدو له امله کمه شوې او ښايي راتلونکو ورځو کې نوره هم ټیټه شي.

په ورته وخت کې د کابل ښار کلوله پشتې سیمه کې د محمد شریف په نوم ګاز پلورونکي وویل، نن د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۹۰ افغانیو ۸۵ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

نوموړی هم وايي چې د وارداتو ډېروالی او د تقاضا کمښت د مایع ګاز بیې د کمېدو لامل شوی دی.

خو د اوړو بیه د تېر په پرتله لوړه شوې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو د عمده پلور بیه له ۲۱۰۰ څخه ۲۱۴۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړی د اوړو د بیو لوړوالی د تقاضا ډېرښت او وارداتو کمښت بولي او وايي، د روان کال د زمري په ۲۴مه د سیاسي نظام له تغییر او د امریکا له خوا د افغانستان د پانګې تر کنګل کېدو وروسته خصوصي سکټور د وارداتو برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی.

د ده په خبره، د وارداتو د ډېروالي او تقاضا کمېدو له امله نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۲۹۵۰ افغانۍ څخه ۲۸۵۰ افغانۍ ته ټيټه شوې ده.

خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس وایي چې نن هم لکه اووه ورځې وړاندې ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقايي تور چای په ۳۸۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۲۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۵۰ افغانۍ، ٤٩ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۹۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۵۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۹۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۶۰ افغانیو پلورل کېږي.

د عربي سرو زرو بیه لوړه شوې ده. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.