ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“۹۰۰زره پاسپورټونه موجود دي او ۱.۶ میلیون نور هم د چاپ په حال کې دي”

“۹۰۰زره پاسپورټونه موجود دي او ۱.۶ میلیون نور هم د چاپ په حال کې دي”

author avatar
8 Nov 2021 - 18:50
“۹۰۰زره پاسپورټونه موجود دي او ۱.۶ میلیون نور هم د چاپ په حال کې دي”
author avatar
8 Nov 2021 - 18:50

کابل (پژواک،۱۷لړم۱۴۰۰): د پاسپورټ ریاست سرپرست علم ګل حقاني خبر ورکوي چې تر راتلونکو لسو ورځو به په انلاین بڼه د پاسپورټ لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شي او وايي، ۹۰۰زره پاسپورټونه شته او ۱.۶ میلیون نور د چاپ په حال کې دي.

هغه له پژواک اژانس سره ځانګړې مرکه کې وویل، ریاست کې له اندازې ډېر بیروبار او د مراجعینو له خوا ګډوډي د دوی لویه ستونزه ده.

د مرکې مهم موارد:

  • ۹۰۰زره پاسپورټونه شته او ۱.۶ میلیون نور تازه چاپ شوي دي
  • تر راتلونکو ۱۰ ورځو په انلاین بڼه د پاسپورټ لپاره نوم لیکنه پیلېږي
  • تر ټولو ډېر هغه کسان چې جعلي اسناد راوړي، ښځې دي
  • راتلونکې اونۍ په اتو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیل
  • پاسپورټونه د جمهوریت په نوم چاپېږي

د یادونې وړ ده چې د روان کال د زمري په ۲۴مه د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د پاسپورټونو د وېش بهیر بند شو، خو نوي سرپرست حکومت د همدې کال د تلې په ۱۳مه بېرته دغه بهیر پیل کړ.

تېره یوه میاشت کې تر ۹۰زره د ډېرو پاسپورټونو وېش

حقاني وویل، د تلې له ۱۳مې راهیسې تر اوسه هغو کسانو ته پاسپورټونه وېشل کېږي چې د جمهوري نظام تر سقوط مخکې یې د پاسپورټ ټولې مرحلې لکه د غوښتنلیک او بایومتریک بهیر ترسره کړی وي.

د نوموړي په خبره، تر اوسه یې تر ۹۰۰زره ډېرو کسانو ته پاسپورټونه وېشلي او دغه بهیر تر راتلونکو شاوخوا ۱۵ ورځو دوام لري.

سرچینې وویل، تر راتلونکو شاوخوا ۱۵ ورځو په انلاین بڼه د پاسپورټ فورم د ډکېدو بهیر پیلېږي.

هغه وايي: ((د دغه خلکو لپاره هم بیروبار او ګډوډي جوړېږي او د هغو ناروغانو لپاره چې غواړو اول نمبر ورکړو، کارونه یې له ستونزو سره مخامخ کېږي، ځکه چې دوی غواړي ډېر ژر پاسپورټ واخلي.))

حقاني وايي: ((باید سپیناوی ورکړو چې ځينو مخربو کسانو فېسبوک کې اوازه خپره کړې چې ګواکي پاسپورټونه د خلاصېدو په حال کې دي، خو دا خبر واقعیت نه لري.))

نوموړی وايي، ۹۰۰زره پاسپورټونه موجود دي، ۱،۶ میلیون نور کمپنۍ کې د چاپېدو په حال کې دي چې تر راتلونکو ۲۰ ورځو انتقالېږي او تر راتلونکي یونیم کاله به اړتیا پوره کړي.

سرچینه زیاتوي، په پام کې لري چې له یو نیم کال وروسته څلورنیم میلیون جلده نور پاسپورټونه هم چاپ کړي.

حقاني روښانه کړه چې تازه پاسپورټونه به هم د جمهوریت په نښان چاپ شي.

په اتو مهمو ولایتونو کې د پاسپورټونو وېش

حقاني وویل، تر اوسه کابل کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل او دوام لري.

نوموړي له جزئیاتو پرته وویل: ((تصمیم لري چې راتلونکې اونۍ کې په اتو مهمو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړي، ورپسې به دغه خدمات په ټولو ولایتونو کې پیل شي.))

له جعلي اسنادو وړاندې کول او له جعل کارۍ سره مبارزه

د پاسپورټ ریاست سرپرست د جعلي اسنادو وړاندې کول او له اندازې د ډېرو مراجعینو له امله بیروبار د پاسپورټ ریاست د کارکوونکو پر وړاندې عمده ستونزې وبللې.

هغه وايي: ((هغه ستونزې چې موږ ورسره مخامخ یو، هغه کسان کې غیرقانوني اسناد لري یا نوې عریضې لري، له دې امله له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان یو. ولې؟ د دې خلکو له امله هم بیروبار او ګډوډي جوړېږي او هغو ناروغانو ته چې غواړو اول نوبت ورکړو، کارونه یې له ستونزو سره مخامخ کېږي، ځکه چې دوی غواړي ډېر ژر پاسپورټ واخلي.))

هغه زیاتوي: ((موږ له یادو خلکو په جدي ډول غواړي چې تر څو مو اعلان نه وي کړی، له نويو عریضو سره رانه شي. نه دې بیروبار جوړوي او نه دې د نورو حق خوري، ځکه کارونه یې نه ترسره کېږي.))

حقاني وویل، دغه ریاست د چارو د بیا پیل پر مهال اعلان کړی و چې له ناروغانو پرته اوس نوي فورمونه نه مني، خو اوس یو شمېر استفاده کوونکي خلک ناروغان نه دي، جعلي اسناد یې برابر کړي او د پاسپورټ اخیستو لپاره دغه رياست ته مراجعه کوي.

هغه زیاته کړه: ((ډېر کسان شته چې د ناروغانو په ویلچر کې کښېني او د ناروغۍ جعلي اسناد جوړوي، دغه یواځې مزاحمت کوي، ځکه چې دلته موظف ډاکتران یې اسناد چک کوي او دغه کسانو ته هم پاسپورټونه نه ورکول کېږي او باید په نوبت کې وي.))

نوموړي له جزئیاتو پرته وویل چې ډېری جعلي اسناد د ښځو له خوا وړاندې کېږي.

په ورته مهال هغه د ۴۰ کمېشنکارانو د نيولو خبر ورکړ او ويې ویل: ((له ریاست بهر مو ۴۰ کمېشنکاران لاس په لاس ونیول چې له خلکو یې درې درې تر ۵۰۰ ډالر اخیستل او خلکو ته یې دوکه ورکوله، ښايي دوی د ریاست په داخل کې له ځینو کارکوونکو سره لاس درلود، کوم کسان چې په دغه کار کې لاس ولري، نور دلته کار نه شي کولای، یو، دوه کسان نیول شوي هم دي.))

سرچینه وايي، نیول شوي کسان د ډېرو څېړنو لپاره د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت ریاست ته معرفي شوي او تر پلټنو لاندې دي.

د پاسپورټ یو شمېر تقاضا کوونکو ادعا وکړه چې په دغه ریاست کې امنیتي کسان پر کمېشنکارۍ بوخت دي، خو حقاني دغه ادعا رد کړه او ويې ویل: ((اوازه وه چې ۱۳ مجاهدین چې کمېشنکاري یې کوله، نیول شوي، زه وایم نه دي نیول شوي، که نیول شوي وي، مجاهدین نه دي بلکې د مجاهدین په جامه کې یې کمېشنکاري کوله، له دې نوم یې استفاده کوله.))

حقاني وویل: ((هر څوک چې جرم ولري، د بایومتریک پر مهال معلومېږي، څوک چې جنايي جرم ولري، که هر څوک وي، نیول کېږي او د جرم تر تصفيې پاسپورټ نه شي ترلاسه کولای.))

هغه له کمېشنکارانو وغوښتل چې له دغه کار لاس واخلي، له دې پرته به ورسره جدي چلند وشي.

نوموړي د کاغذي پېژندپاڼو په اساس د پاسپورټ د وېش په اړه وايي: ((د رییس الوزرا د پرېکړې له مخې، پاسپورټونه دې په کاغذي پېژندپاڼو ورکړل شي، داسې ده چې تذکره باید د نفوس د احوالو ثبت ریاست کې ثبت او جعلي نه وي.))

له مراجعینو سره د امنیتي موظفینو ناسم چلند

یو شمېر کسان له مراجعینو سره د پاسپورټ ریاست د امنیتي موظفینو له ناسم چلند شکایت کوي او وايي، په ځانګړې توګه له ښځو سره انساني چلند نه کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکې شریفه چې د پاسپورټ اخیستو لپاره له څو ورځو راهیسې یاد ریاست ته راځي، پژواک ته وویل: ((په دې څو ورځو کې چې دلته راځم، له موږ سره ناسم چلند کېږي، تاسو باور وکړئ یو طالب ان یوه ښځه په لرګي وهي او اوبه پرې اچوي.))

نوموړې وايي، پلار یې د زړه ناروغي لري او د درملنې لپاره یې باید هند ته انتقال کړي.

د بلخ ولایت اوسېدونکې سیما نوري وايي: ((موږ د پاسپورټ اخیستو لپاره له مزار شریف څخه کابل ته راغلي یو، تقریبا ۲۰ ورځې کېږي، په دې ۲۰ ورځو کې مو هېڅ کار مخکې نه دی تللی، له روغتونه مو استعلام واخیست او بس، هېڅوک زموږ ورقې نه اخلي.))

هغه زیاته کړه: «زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ کاغذونه راټول کړي، منظم کښیني او خپلې ورقې پر یوه چوکۍ راغونډې کړي او په نوبت یې امضا کړي، د پخوا په څېر د ټولو کار مخته یوسي، د حکومت په بدلون سره د کار طریقه هم بدله شوه او له ښځو سره څوک ښه چلند نه کوي، پرون یې په لاس په کېبل ووهلم.»

خو حقاني د خلکو د ګیلو او شکایتونو په اړه داسې وویل: «هغه امنیتي چارواکي چې دلته دي، شپه او ورځ خوب نه لري، د ډوډۍ لپاره وخت نه لري، دوی د خلکو د ساتنې لپاره کار کوي، له هر چا سره ښه چلند کوي او هغه څوک چې د ګډوډۍ جوړوي، د خپلو اعمالو سزا به ورکوي.»

حقاني زیاته کړه: «تر اوسه ښځو ته هېڅ کس عادي بده خبره هم نه ده کړې، ځکه قطار یې بېل دی، ساحه یې بېله او په ټوله کې سره بېل دی.»

اوازې وې چې پاسپورت ریاست تر کلک امنیتي ګواښ لاندې دی

خو حقاني په دې اړه چې ايا د پاسپورت ریاست په رښتيا هم تر امنيتي ګواښ لاندې دی، وویل: “دا د خلکو خبرې دي، ریاست له کوم ګواښ سره نه دی مخامخ شوی، د پاسپورټ ریاست په څلورو خواوو کې کلک امنيتي کمربند جوړ شوى چې هر ډول ستونزه حلوي.”

Views: 199

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.