کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.
د بيبيسي د راپور له مخې، پاپ د سینه بغل له امله له کمزورۍ کړېده چې له همدې امله نږدې یوه میاشت په روغتون کې بستر و.
راپور کې راغلي، وروستی ځل چې پاپ راڅرګند شوی و، پرون د (ایسټر) د مراسمو پر مهال و چې په سنټ پیټر کلیسا کې ترسره شول.
سرچينې لیکلي، هغه له بالکنه راووت، بیا یې په موټر کې د خلکو ترمنځ په میدان کې وګرځېد، هلته چې زرګونه کسان د ایسټر د نمانځنې لپاره راټول شوي وو.
وروسته له هغه چې پاپ بینیډیکټ شپاړسم له خپلې دندې استعفا ورکړه، کاردينال جورج ماریو برګولیو د ۲۰۱۳ په مارچ میاشت کې د کاتولیک کلیسا د مشرتابه لپاره وټاکل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP