ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغان ماشومانو کې د شري ناروغۍ پر خپرېدو اندېښمن دی

د روغتیا نړیوال سازمان په افغان ماشومانو کې د شري ناروغۍ پر خپرېدو اندېښمن دی

author avatar
13 Nov 2021 - 15:04
د روغتیا نړیوال سازمان په افغان ماشومانو کې د شري ناروغۍ پر خپرېدو اندېښمن دی
author avatar
13 Nov 2021 - 15:04

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۰): د روغتیا نړیوال سازمان پر شري ناروغۍ د زرګونه افغان ماشومانو د اخته کېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویاند مارګریت هریس د لړم په ۲۱مه د سویس په ژنیو ښار کې په یوه ویډیویي کنفرانس کې له خبریالانو سره په دې اړه خبرې وکړې.

نوموړی د شري ناروغۍ خپرېدل د اندېښنې وړ ګڼي؛ ځکه په یاد هېواد کې د اقتصادي وضعیت خرابېدو او خوارځواکۍ د ډېرېدو له امله پر شري ناروغۍ د اخته کسانو د مړینې کچې د ډېرېدو احتمال ډېر دی.

هغه پر دې ناروغۍ د اخته ماشومانو پر معاینې او نظارت ټينګار کړی دی.

مخکې له دې د یاد سازمان ویاند ویلي وو چې درې میلیونه افغان ماشومان پر ځوارځواکۍ اخته دي چې تر یو میلیون د ډېرو وضعیت نازک دی او د مړینې احتمال یې شته.

شری (Measles) څه ډول ناروغي ده او نښې یې څه دي؟

شری یوه ویروسي ساري ناروغي ده چې تر ډېره د ماشومان د مړیني لامل کېږی او د واکسین په تطبیق سره یې له مړینې مخنیوی کېږي.

د شري د ډېری ناروغانو د مړینې لامل د همدغې ناروغۍ اختلاطات لکه کوری، د دماغ التهاب یا پړسوب، شدید اسهال او د اوبو کمښت، د غوږونو مکروبي کېدل او سینه بغل دي.

د شري ناروغۍ نښې نښانې څه دي؟

د شري لومړۍ نښه د لوړې تبې لرل دي خو پر وجود دانې، ټوخی، زوکام، کانګې او د سترګو سوروالی هم د یادې ناروغۍ نښې نښانې دي.

Views: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.