ژبه

ډبلیو اېف پي: په افغانستان کې نږدې ۸،۷ میلیونه خلک له قحطۍ سره مخ دي

کابل (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۰): د خوړو نړیوال پروګرام وايي، ‎افغانستان کې نږدې ۸،۷ میلیونه خلک له قحطۍ څخه یو قدم وروسته او نږدې ۲۳ میلیونه نور له لوږې سره مخ دي، خو دغه سازمان په پام کې لري چې راتلونکی کال ۲۳ میلیون افغانانو ته مرستې ورسوي.

دغه څرګندونې نن کابل کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان څانګې مشرې میري ایلن (Mary Ellen) وکړې.

دې وویل چې تېره یوه میاشت یې د افغانستان له مختلفو سیمو څخه د لیدنې پر مهال د لوږې او خوراځواکۍ سخت حالات لیدلي دي.

ایلن وايي: "افغانستان کې د وچکالۍ، پر دغه هېواد د لګېدلو اقتصادي بندیزونو او د تېرو جګړو له امله موجوده وضیعت خرابۍ خواته روان دی."

د هغې په وینا، اوسمهال افغانستان کې ۲۲،۸ میلیونه خلک په ‎شدیدې لوږې اخته شوي او دغه خلک د هېواد له پنځوس فیصدو څخه ډېر نفوس تشکیلوي او۸،۷ میلیونه خلک له قحطۍ نه یو قدم وروسته دي.

د میري ایلن د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د ۳،۲ میلیونه ماشومانو خوارځواکۍ تشخیص شوي، یو میلیون خلک د خوارځواکۍ له امله له مړینې سره مخ دي او د دا ډول ناروغانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دي.

هغه وايي:"ما له خلکو سره په لیدنو کې د هغوی بېوزلي ولیده، داسې بزګرانو سره مې خبرې وشوې چې حاصلات یې له لاسه ورکړي او ډېر نارینه بې دندو شوي چې ان خپلې کورنۍ ته د خوراک لپاره هېڅ نه لري."

د ایلن په وینا، دغه وضیعت ته په کتو د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو عملیاتو په بېساري ډول ډېر کړي، په ۲۰۲۱ کې کال شاوخوا ۱۵ میلیونو اړمنو کسانو ته مرستې رسول شوې او اټکل شوې چې په راتلونکي کال کې به ۲۳ میلیونو کسانو ته مرستې ورسوي.

وروسته له هغه چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې افغانستان کې نوی حکومت جوړ شو، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالره پانګه کنګل کړه او پر افغانستان ځینې نور محدودیتونه هم ولګول شول چې له امله یې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

خو تېره ورځ نړیوال بانک اعلان وکړ چې مرستندویو هېوادونو افغانستان ته د دغه هېواد د بیارغونې وجهي صندق (ARTF . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.