ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۱۵ ميليونه ډالرو په لګښت د چرګانو دانې د توليد فابريکه جوړه شوه

ننګرهار کې د ۱۵ ميليونه ډالرو په لګښت د چرګانو دانې د توليد فابريکه جوړه شوه

author avatar
29 Dec 2021 - 12:03
ننګرهار کې د ۱۵ ميليونه ډالرو په لګښت د چرګانو دانې د توليد فابريکه جوړه شوه
author avatar
29 Dec 2021 - 12:03

جلال اباد (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د تل پسرلي شرکت له لوري د ۱۵ ميليونه ډالرو په لګښت د چرګانو د دانې د توليد فابريکه جوړه شوه چې په ٢٤ ساعتونو کې به ١٢ ټنه دانه توليدوي.

د فابريکې مسوولين وايي چې د دغې فابريکې توليدات به د هېواد له بېلابېلو ولايتونو سربېره تاجکستان او قزاقستان هېوادونو ته هم صادريږي.

د يادې صنعتي فابريکې پرانېسته د ننګرهار د والي او په دغه ولايت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رييس له لوري وشوه.

د يادې فابريکې يو مسوول سيد جاوېد وايي چې دغه فابريکه د تل پسرلي کرنيز شرکت له لوري د ننګرهار په شيخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د ۱۵ ميليونه ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

دی وايي، د دغې فابريکې په دواړو برخو ١٥ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلی، چې په کې پنځه سوه کسان په کار بوخت دي او په ٢٤ ساعتونو کې د ١٢ ټنه دانې د توليد ظرفيت لري.

د هغه په وينا، د دغې فابريکې توليدت به د نورو ولايتونو ترڅنګ تاجکستان او قزاقستان هېوادونو ته هم صادريږي.

د ننګرهار والي مولوي محمد داوود مزمل د يادې فابريکې پر پرانیستلو خوښي وښوده او په هېواد کې يې سوداګري او خلکو ته د کاروبار او توليداتو زمينې برابرول خير او ستر کار ياد کړ.

نوموړي سوداګرو او پانګوالو ته د ملاتړ، امنيت خونديتوب، د سهولتونو رامنځته کولو او ستونزو حل کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې رييس ګلمراد عرب د صنعتي پارک د سړک جوړولو، برېښنا، امنيت، سوداګريزو اسانتياوو او صنعت ته د پراختيا ورکولو په برخو کې وړانديزونه وکړل چې د ننګرهار والي د حل ډاډ ورکړ.

تل پسرلی شرکت ورته يوه بله فابريکه هم لري چې توليدات يې د نورو ولايتونو ترڅنګ تاجکستان او قزاقستان هېوادونو ته هم صادريږي.

Visits: 564

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.