ایران ۸۶۹ افغان کډوال په اجباري ډول ایستلي دي
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په ایران کې مېشت ۱۲۵۰ افغان کډوال تېره ورځ په داوطلبانه او اجباري ډول بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په ایران کې مېشت ۱۲۵۰ افغان کډوال تېره ورځ په داوطلبانه او اجباري ډول بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د فرانسې دولتي ټلویزون راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي، د افغانستان سرپرست حکومت د ۱۳ چارواکو پر سفرونو د بندیز پر سر لا هم اختلاف لري.
په لوګر کې تېره شپه یو ځل بیا سېلابونه راغلي چې د مالي زیانونو ترڅنګ یې ځاني زیانونه اړولي او ۸ کسان یې ټپيان کړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون نن رسما کار پيلوي.
د افغانستان بانک وایي، خلکو ته د اسانتیا په موخه یې خپله یوه څانګه په کابل کې د پاسپورټ ریاست په ودانۍ کې پرانیستې، څو د پاسپورټ ټولې چارې په یوه ودانۍ کې ترسره شي.
د عامې روغتیا وزارت په لومړي ځل کابل کې د کرونا د بېلابېلو بڼو، جینیټکي پېښو او سرطاني ناروغیو د تشخیص ماشین ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، د سږ مالي کال لپاره ښاروالۍ ته ۷۳۰ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې چې له دې جملې ۴۴۳ میلیونه ۲۵۹زره ۹۹۱ افغانۍ یې د پرمختیايي کارونو لپاره دي.
د اروزګان د ګیزاب اوسېدونکي وايي، له دغې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته غځېدلې لاره د اورښتونو او غر ښویېدنې له امله بنده شوې چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د نیمروز ولایت روغتیايي مسوولین په وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، ښايي د بودجې نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د کووېډ-۱۹ روغتون فعالیت ودرېږي.
د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت وایي، په تېر يوه کال کې شاوخوا ۹۰۰ ږېره خریونکي، کم عمره او روږدي کسان له نظامي ليکو ايستل شوي او هڅه روانه ده چې په دغه وزارت کې د ښځينه محتسبینو ریاست هم رامنځته شي.
د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري په جلالاباد ښار کې د ۵۳۰زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.
موټرچلوونکي او مسافر د سالنګونو د لویې لارې له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د بیارغولو په برخه کې یې اقدام وکړي؛ ځکه اوس پر دغه لار تلل د پخوا په پرتله څو ساعته ډېر وخت نیسي.
د تخار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې ۶۵۰ کورنۍ چې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي یې شکایت درلودل، اوس ترې برخهمنې شوې.
د میدان وردګو د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوال سازمان نن د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۱۱،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو تړون لاسلیک کړ.
د پکتيا روغتيايي چارواکي وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې د پرلهپسې اورښتونو له امله اوبه مکروبي شوې چې له امله یې ۶زره کسان پر شديد نسناستي اخته شوي دي.
د کندهار چارواکي وايي، د ډیورنډ کرښې په هغې غاړې کې د اوبو یوه بند د ماتېدو له امله د دغه ولایت په ښورابک ولسوالۍ کې یو کلی اوبو لاندې کړی دی.
د ننګرهار په صنعتي پارک کې د یوه ملي سوداګر له خوا د نږدې يو نيم ميليون ډالرو په پانګهونې د اوسپنې ويلې کولو يوې فابريکې فعاليت پيل کړ.
د سرپل امنیه قومانداني وایي، یو لس کلن ماشوم یې په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی کړی دی.