سوېلي کوریا کې د «هالووین» مراسمو کې ۲۳۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
ځينو رسنيو راپور ورکړی چې د سوېلي کوریا پلازمېنه سیول کې د «هالووین» مراسمو پر مهال د خلکو ګڼېګوڼې او ټېل ماټېل له امله لږ تر لږه ۱۵۱ کسان مړه شوي او ۸۲ نور ټپیان دي.
ځينو رسنيو راپور ورکړی چې د سوېلي کوریا پلازمېنه سیول کې د «هالووین» مراسمو پر مهال د خلکو ګڼېګوڼې او ټېل ماټېل له امله لږ تر لږه ۱۵۱ کسان مړه شوي او ۸۲ نور ټپیان دي.
د هلمند مسوولين وايي چې په مرکز لښکرګاه د زړې مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی .
اسلامي امارت وايي، دوی هغه افواهات ردوي چې ګواکې د ملا برادر اخند په مشرۍ به يو پلاوی د امریکا د ملي امنیت سلاکار او د سي. اې. اې. مرستیال سره په دوحه کې پر…
تېره اونۍ، چین او د امریکا متحده ایالتونو وویل چې په افغانستان کې د نیمګړو پروژو چارې بیا پیلوي او سوېلي کوریا او ډنمارک له افغان ښوونکو څخه د ملاتړ لپاره لس میلیون ډالر مرسته…
په نورستان کې له ۸۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او میدان وردګو کې له ۶۲۵ بزګرو سره د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو مرسته وشوه.
چارواکي وايي، په دې وروستیو کې د زابل په مرکز کلات کې لېوني سپي ډېر شوي او لسګونه کسان یې داړلي وو چې اوس یې د مخنیوي کمپاین پيل شوی دی.
په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله، د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر د ارزښت لوړېدو ترڅنګ، د قزاقي اوړو او روسي سرو زرو بیې هم لوړې شوې دي.
په هرات ولایت کې د «افغان لاجورد» په نوم د داخلي تولیداتو نندارتون تېره ورځ د دولتي چارواکو په شتوالي کې جوړ شو.
په اروزګان کې د علماوو په یوه غونډه کې د ناوړه دودونو او ناروا کړنو پر مخنیوي ټینګار وشو او پر خلکو غږ وشو چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم، محمداغې، برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې د جګړو له امله د ویجاړو شوو نهو ښوونځیو بیارغونه پیل شوه.
د موظفې کمېټې د پرېکړې له مخې، د کابل ښار په څلورو سیمو کې، د ډبرو سکاره ۴۰۰ زره ټنه ځای پر ځای کېږي، چې خلکو ته به یو ټن په ۹۰۰۰ افغانۍ ورکړل شي.
وروسته له هغه چې په بلخ کې مشهور جراح ډاکټر اسدالله شارق په یوه هدفي برید کې ووژل شو، د دغه ولایت اوسېدونکي دې پېښې سخت اندېښمن کړي او د دغه ډول بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر په ترکیه کې له مېشت یو شمېر افغان فعالانو او خبریالانو سره تر لیدنې وروسته وویل، افغانان چې په هر ځای کې وي، د خپل هېواد په راتلونکي کې د ګډون حق لري.
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، امریکا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د هوکړې او تفاهم په لټه کې ده او غواړي چې د دوحې د مخکېنیو مذاکراتو په څېر، نوي دوهاړخیز مذاکرات او یوه نوې معاهده ولري.
د افغانستان پوهنې وزارت وایي، د ترکیې د یوه خیریه بنسټ پر ۱۲۵ زره امریکایي ډالره مرسته په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې د فوسیلي سونتوکو دوه برابره مصرفول د حل لاره نه ده او په اوکراین کې د جګړې وحشتونه باید اقلیم له ګواښ سره مخ نه کړي.
د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د قومي جرګې د پرېکړې له مخې، د هغه کس کور وسوځول شو چې څو ورځې مخکې یې د جایداد پر سر خپل تره زوی وژلی و.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخوانۍ ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد پر روان وضعیت او د ژمي په راتګ له افغانانو سره د نړۍوالو بشري مرستو پر زیاتوالي او دوام خبرې کړې دي.
امنيتي چارواکي وايي، د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د شيخ محمد روحاني په جومات کې چادونې اوه کسان برسېرن ټپيان کړي دي.
د ترکیې د بشردوستانه مرستو سازمان/ IHH له لوري په کندهار کې له ۵۰۰ معلولینو سره د ویلچیرونو مرسته وشوه.
د ۲۰۲۲ کال د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د اسټرالیا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ هم نننۍ سیالي د باران له کبله لغوه اعلان شوه.
د کندوز په مرکز کې یوه ځوان لومړی یوه نجلۍ او وروسته خپل ځان په ډزو وژلی دی.
د افغانستان سرپرست حکومت د ایران په شیراز ښار کې پر یوه زیارت شوی برید وغنده او په دغه برید کې د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده.
د کندوز ولایت د کرنې ریاست د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په همکارۍ له نږدې ۲۵زره کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته کوي.