اریانا هوايي شرکت د متحده عربي اماراتو العین ښار ته بېرته الوتنې پیل کړې
د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، له ۱۳ کلن ځنډ وروسته یې یو ځل بیا د متحده عربي اماراتو «العین» ښار ته الوتنې پیل کړې.
د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، له ۱۳ کلن ځنډ وروسته یې یو ځل بیا د متحده عربي اماراتو «العین» ښار ته الوتنې پیل کړې.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان/ FAO UN- له لوري په زابل کې پر ۷ زره کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې وېش پیل شو.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې/ UNICEF ویلي، سوېلي کوریا د افغانستان د ښوونکو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالر او ډنمارک بیا ماشومانو ته د زدهکړې د سیمهییزو ټولګیو جوړولو په موخه ۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لوبه د باران له امله و نه شوه او دواړو لوبډلو ته يو- يو امتياز ورکړل شو.
د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د زمبابوې لوبډلې پخپل ګروپ کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د کرکټ مینهوال حیران کړل.
له افغان سیاستوالو سره د امریکا د خبرو اترو په دوام کې، د دغه هېواد ځانګړي استازي له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره پر بینالافغاني مذاکراتو خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ راپور رد کړی او هغه یې مغرضانه او غیر مسلکي راپور بللی دی.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وایي، د سرپرست حکومت په لارښوونه له ښځو څخه د هغوی ټول بنسټیز حقونه اخیستل شوي او افغانستان د ښځو لپاره پر بدترین هېواد بدل شوی دی.
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش "سیګار" په خپل تازه ۶۲ مخیز راپور کې په دغه هېواد کې د امریکا د متحده ایالاتو د نیمه کاره پروژو د بیرته پیلولو په اړه خبرې کړې او په بېلابېلو برخو کې یې د شلو کلونو د لاسته راوړنو پر ضایع کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د زابل په مرکز کلات کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوه او د اروزګان په مرکز ترینکوټ، چورې او دهراود ولسوالیو کې، د څښاک اوبو د ورته ۸ شبکو جوړولو چارې پيل شوې.
د لغمان په مرکز مهترلام کې یوه سراچه او ټېلر موټر ټکر شوي چې له امله یې درې کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړي فضلالحق فاروقي د کورنۍ غړي د سپین بولدک- چمن پر لار پاکستان ته له اوښتو وروسته ورک شوي دي.
بادغیس کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ګاز یو معدن موندل شوی دی.
د کابل ښار شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، په دغه سرای کې پاکستان ته د غیرقانوني لېږد په موخه پر پاکستانۍ کلدارو د ډالرو پېرل ډېر شوی؛ خو حکومت وايي چې پاکستان ته د…
په شمالختیځ زون کې د سویډن کمېټې مسوولین وايي، په افغانستان کې د دغه سازمان د خدماتو له ۴۰ کلن کېدو سره هممهاله، د دغه بنسټ له لوري د څه باندې سل زره معلول او غیر معلول ماشومانو درملنه شوې ده.
د ملي دفاع وزارت وايي، په هرات کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو د روغتيايي کارکوونکو پر موټر بريد کې پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې سویلي افریقا بنګلهدېش ته او هند بیا نیدرلنډ ته ماتې ورکړه.
د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ښار د داخلي تخريب شوو سړکونو، پلچکونو او څلور لارو د بيارغولو چارې پيل شوې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شل اووریز جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه سبا د ایرلنډ پر وړاندې ترسره کوي.
د بادغیس ولایت مقام وایي، د یوه امنیتي کس له خوا د «خطایي ډز» په پایله کې یوه ښځه مړه او بله ټپي شوې ده؛ خو د پېښې عامل نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.
په ننګرهار کې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسيون فعاليت پيل کړ؛ مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ټولې غصب شوې ځمکې به بېرته راوګرځول شي.
د لوګر د کرکټ امریت مسوولین وایي، د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له ریاست سره په همغږۍ یې د «کتاب اوونۍ» په نوم د کرکټ ۳۰ اووریزې سیالۍ پيل کړې چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د پکتيکا د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، په روان کال کې د دغه ولايت د برمل ولسوالۍ د انګور اډې له لارې د څه باندې ۱۳ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت خوراکي او غير خوراکي توکي پاکستان ته صادر شوي دي.
په کابل ښار کې د «سیرتالنبي کتاب لوستنې سیالۍ» کې چې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري جوړه شوې وه، د خصوصي پوهنتونو تر زرو ډېرو محصلانو ګډون پکې کړی و.