ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام؛ د افغانستان او ایرلنډ لوبه د باران له امله و نه شوه

د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام؛ د افغانستان او ایرلنډ لوبه د باران له امله و نه شوه

author avatar
28 Oct 2022 - 10:59
د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام؛ د افغانستان او ایرلنډ لوبه د باران له امله و نه شوه
author avatar
28 Oct 2022 - 10:59

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لوبه د باران له امله و نه شوه او دواړو لوبډلو ته يو- يو امتياز ورکړل شو.

افغانستان په نړۍوال جام کې لومړۍ لوبه د انګلیستان پر وړاندې وبایلله او دویمه سیالي د نیوزلنډ پر وړاندې د باران له امله و نه شوه.

خو نن یو ځل بیا د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او ایرلنډ لوبه د باران له امله و نه شوه او دواړو لوبډلو ته يو- يو امتياز ورکړل شو.

د يادو امتيازونو په تر لاسه کولو سره افغانستان اوسمهال دوې نمرې لري.

د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي وویل چې دغو لوبو ته یې پوره چمتووالی نیولی و خو باران هر څه خراب کړل.

دغه‌راز د کرکټ نړۍوال جام په الف ګروپ کې نیوزلنډ لومړی، ایرلنډ دویم، سریلانکا درېیم، انګستان څلورم، اسټرالیا پنځم او افغانستان تر ټولو وروستی ځای لري.

بلخوا بیا د یادو سیالیو په ب ګروپ کې هندوستان لومړی، سوېلي افریقا دویم، زمبابوې درېیم، بنګله‌دېش څلورم، پاکستان پنځم او نیدرلنډ وروستی ځای لري.

د یادونې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله خپله څلورمه لوبه د نومبر په لومړۍ نېټه د سریلانکا پر وړاندې کوي.

Views: 88

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.