منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۹ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

د اروزګان په چنارتو کې نامعلومو کسانو د یوې قابلې پلار وژلی

د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د پاخه عمر یو کس - چې لور یې د دې ولسوالۍ په یوه روغتیايي مرکز کې د قابلې په توګه دنده ترسره کوله او دی د محرم په توګه ورسره اوسېده - د نامعلومو کسانو له خوا وهل شوی او بیا په ډزو وژل شوی دی.

غړي

جنرال احمدي: ځیني هېوادونه خپلو جګړو ته د پخواني افغان کومانډویانو جذبولو په هڅه کې دي

د افغانستان د پخواني پوځ د ځانګړو عملیاتو قول اردو قوماندان جنرال فرید احمدي وايي، په جګړه کې ښکېل هېوادونه په دې هڅه کې دي څو د افغانستان پخواني کومانډویان د جګړې لپاره جذب کړي،…

غړي

مولوي هبت‌الله: د علماوو او مشرانو مسوولیت دی چې افغان ولس د یو وجود په څېر یوموټی وساتي

د اسلامي امارت مشر د بغلان او تخار له خلکو سره په لیدنه کې ویلي، کفار هڅه کوي د ژبني، قومي او منطقوي تعصب له لارې په افغان ولس کې نفرتونه وزېږوي، خو د علماوو او مشرانو مسئوولیت دی چې افغانان یو موټی او متحد وساتي.

غړي

بلخ کې یو نامتو جراح اسدالله شارق وژل شوی

د بلخ  ولایت مرکز مزارشریف ښار کې نامعلومو وسله‌والو مشهور جراح ډاکټر اسدالله شارق وژلی او ډریور یې ټپي کړی دی. د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري د لړم په ۴مه، پژواک خبري…

غړي

ملي دفاع وزارت کې نوې ګومارنې وشوې

د ملي دفاع وزارت په تشکیلاتو کې د لسګونو نويو کسانو د ګومارنو ترڅنګ د دغه وزارت لپاره دوه مرستیالان او د هوايي قواوو قومندان ټاکل شوي دي.

غړي

څلورو ولایتونو کې له زرګونو کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د مرستو وېشل پيل شو

مسوولین وايي، په پکتیا، ميدان وردګو، غزني او پروان کې له ۵۴زره ۷۲۵ کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرې د مرستې وېشل پیل او غور کې له ۵۰۰ کورنيو سره د لمریزې برېښنا د تولید وسایلو مرسته وشوه.

غړي

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې دي

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ ښاروالۍ مسوولین وايي، په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې په دغه ولسوالۍ کې د ښاروالۍ له خوا د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دېوالونو، اوبو رسولو، سړکونو او چریو جوړولو او نورې بېلابېلې پروژې پلې شوې او ځینې لا هم تر کار لاندې دي.

غړي

چین ویلي، افغانستان کې د خپلو پروژو چارې پیلوي او ځینې نورې سترې نیمګړې پروژې هم بشپړوي

په افغانستان کې د چین سفیر ویلي، ډېر ژر به په افغانستان کې د چین د پیل شوو پروژو عملي چارې پیل کړي او د نړۍوال او اسیا پراختیایي بانکونو له لوري تمویلېدونکې نیمګړې پروژې به هم بشپړې کړي.

نور راپورونه