ژبه

جنرال احمدي: ځیني هېوادونه خپلو جګړو ته د پخواني افغان کومانډویانو جذبولو په هڅه کې دي

اټلانټا (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د پخواني پوځ د ځانګړو عملیاتو قول اردو قوماندان جنرال فرید احمدي وايي، په جګړه کې ښکېل هېوادونه په دې هڅه کې دي څو د افغانستان پخواني کومانډویان د جګړې لپاره جذب کړي، یادو کومانډویانو ته یې خبرداری ورکړی چې ځانونه په دغه خطرناک دام کې وانه چوي.

افغان کومانډویان چې د د امریکا او ناټو ځواکونو له خوا روزل شوي وو، د سیمې په کچه یو مجرب ځواک و او تېر کال یې د کابل له سقوطه مخکې په افغانستان کې پېچلي پوځي عملیات پر مخ وړل.

د افغانستان د تېر حکومت د ځانګړو عملیاتو قول اردو قوماندان جنرال محمدفرید احمدي له امریکا غږ سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د نړۍ په شپږو”مهمو سیمو” – ناګورنو قره باغ، اوکراین، یمن، ایران، سوریه او روسیه کي د پخوانیو افغان کومانډویانو کوچنۍ ډلې عملي حضور لري.

login or register a new account.