پارون (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د نورستان مسوولین وايي، هڅه کوي د نورستان خلک د وحشي ژویو د غیرقانوني ښکار په زیانونو پوهه کړي او د نایابه ژویو د ساتنې په برخه کې د هغوی پوهاوی لوړ کړي.
په نورستان کې د غرني (واورین) پړانګ د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولوي سمیع الحق حق بیان وویل: «زموږ مسولیت دا دی چې د نورستان خلک د وحشي ژویو د غیرقانوني ښکار په زیانونو پوهه کړو او د نایابه ژویو د ساتنې په برخه کې د هغوی پوهاوی لوړ کړو.»
هغه له رسنیو څخه وغوښتل چې په یاده برخه کې د ملي او اسلامي روحیې له مخې خپل مسوولیت ادا کړي او د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي .
د نورستان د چاپېریال ساتنې ریاست سرپرست مولوي سرتاج الدین د نورستان په خلکو غږ وکړ چې د خپل چاپېریال په سالم ساتلو کې له حکومت او اړوندو ادارو سره همغږي لا ډېره کړي .
هغه وویل، نورستان د هېواد له څو ځانګړو سیمو ګڼل کېږي چې د ملي پارک په توګه نومول شوی دی؛ که چېرته دلته چاپېریال په سالم ساتلو کې خلک بېغوري وکړي، نو ملي پارک به همداسې پاتې نه شي.
ده زياته کړه، غرنی پړانګ د هېواد له نایابه حیواناتو څخه دی چې د جنوبي اسیا په اووه هېوادونو کې پیدا کېږي چې یو له هغې څخه افغانستان دی .
د هغه په وینا، د یاد پړانګ انواع په بدخشان، نورستان او د لغمان په ځینو لوړو غرونو کې پیدا کېږي .
دغې غونډې ته د مېرمنو د زده کړې او رغونې موسسې استازي اکرام الدین ساپي وویل، غرني پړانګان د نړۍ په دولسو هېوادونو کې پیدا کېږي چې د اټکل له مخې په نړۍ کې له ۳۵۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ پورې شمېر لري .
د ده په خبره، د نړۍ د تودوخې په زیاتېدو او اقلیمي بدلون سره د غرني پړانګ د اوسېدو سیمه تنګه شوې ده .
هغه د هندوکش غر د دغه پړانګ د اوسېدو سیمې یادې کړې او زیاته یې کړه چې خلک باید د دغه ژوي له ښکار څخه ځان وساتي .
غرنی پړانګ د هېواد په کچه د وحشي ژویو ګواښونکې ډله ده چې د مسؤولینو په خبره، د تېرو شلو کلونو پرمهال په هېواد کې شل سلنه کموالی په کې راغلی دی .
د غونډې يوه ګډونوال شاکر الله نورستاني پژواک اژانس سره په خبرو کې دغه ډول غونډې ګټورې وبللې او زیاته يې کړه چې دوی له پخوا څخه دا زده کړي و چې وحشي حیواناتو وژل روا دي او باید د هغوی له زیانونو څخه ټولنه خلاصه شي، خو اوس وپوهېده چې د دغه حیواناتو ساتل هم لازمي دي.