خوست ښار (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۱): په خوست کې بېوزله او پر درنو کارونو سلګونو بوختو ماشومانو ته د «دوستانه ټولګيو» تر نامه لاندې روزنيز مرکزونه جوړ شوي، څو لومړنۍ زدهکړې په کې وکړي.
د زدهکړې دغه مرکزونه د یاد ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د کار او ټولنيزو چارو رياست، يونيسف او يو شمېر نورو موسسو په همکارۍ په دې وروستيو کې جوړ شوي دي.

د خوست د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي امرصاحب جان حقاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو ټولګيو کې «۱۸۰۰» ماشومان تر روزنې او زدهکړو لاندې دي.
هغه وويل، د دغو ماشومانو له ډلې زياتره يې بېوزله او په ښار کې پر درنو کارونو بوخت وو چې د اقتصادي ستونزو له امله زدهکړې ترې پاتې وې.
دی وايي: «دا ټولګي تقريباً د درې مياشتو نه تر شپږو مياشتو پورې دي او په دې کې بېوزله ماشومان چې رواني تکليف ونه لري، چې تعليم ته تشويق شي دا برنامې روانې دي. موږ د مختلفو موسساتو په مټ کوشش کوو چې دغه پروګرامونه نورو ځايونو ته هم وغځوو او نور ماشومان راجذب کړو.»
نوموړي زياته کړه چې په دغو ټولګيو کې د نورو زدهکړو ترڅنګ، د ماشومانو ذهن جوړونې لپاره هم کار کېږي.
دغهراز مولوي حقاني په خپلو خبرو کې وويل چې په روان لمريز کال کې يې دغه ډول څه د پاسه پنځه سوه کسانو ته په دوولسو بېلابېلو رشتو کې حرفوي او فني زدهکړې هم ورکړې دي.
هغه زياته کړه: «دا کسان اوس په خپلو کارونو باندې مشغول دي، چا دوکانونه جوړ کړي او کوم کسب چې دوی زده کړی دی په هغه کې يې خپل کار شروع کړی دی او ۲۹ کسان دا مهال تر زدهکړو لاندې دي.»
پر دې هر څه سربېره، بيا هم په خوست ښار کې بې شمېره داسې ماشومان ليدل کېږي چې د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو په موخه پر بېلابېلو درنو کارونو بوخت دي.
که څه هم د دغو ماشومانو ټاکلی شمېر نه دی معلوم، خو يوولس کلن نجيب يو له دغو ماشومانو څخه دی چې په ښار کې لاسګاډی چلوي.
هغه وايي، له سهاره تر ماښامه شاوخوا دوه سوه افغانۍ پيدا کوي.
دی زياتوي، زياتره وخت د ده له جسمي قوت پورته بار انتقالوي، خو وايي چې دا هر څه له مجبورۍ کوي.
هغه وايي: «مکتب مې پنځم ټولګي پورې ويلی، نور رانه پاتې شو؛ دلته ښار کې ګاډۍ چلوم، پلار مې مړ دی. زما دا هيله وه چې يا ډاکټر او يا انجينر شم، خو د غريبۍ له وجې هر څه رانه پاتې شول.»
نهه کلن الهام يو بل ماشوم دی چې په خوست ښار کې له کثافاتو خالي بوتلونه او نور پلاستيکي توکي ټولوي.
دی هم وايي، هيله لري چې د نورو ماشومانو په څېر ښوونځي ته ولاړ شي او يوه ورځ لوی شخصیت ترې جوړ شي.
نوموړی زياتوي: «دوه وروڼه مې ګاډۍ چلوي، زه او يو بل وړوکی ورور مې بوتلونه ټولوو، دا بيا خرڅوو، د ورځې پنځوس يا سل افغانۍ پرې کېږي. زما رقم نور ډېر ماشومان دي دلته.»
د خوست د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين بيا وايي چې د یادو شوو دوستانه ټولګيو په نوم د روزنيزو مرکزونو ترڅنګ يې شلو زرو ماشومانو او د هغوی والدينو ته له درنو کارونو څخه د مخنيوي او د هغوی د زیانونو په اړه د بېلابېلو ناستو او غونډو له لارې عامه پوهاوی ورکړی او دا لړۍ دوام لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP