ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ هوایي ډګر کې د ٢٠ کیلوواټ برېښنا په ظرفیت سب‌ستېشن پرانیستل شو

د بلخ هوایي ډګر کې د ٢٠ کیلوواټ برېښنا په ظرفیت سب‌ستېشن پرانیستل شو

author avatar
26 Oct 2022 - 15:35
د بلخ هوایي ډګر کې د ٢٠ کیلوواټ برېښنا په ظرفیت سب‌ستېشن پرانیستل شو
author avatar
26 Oct 2022 - 15:35

مزارشریف (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي نړۍوال هوایي ډګر کې د ازبکستان هېواد په مرسته د ٢٠ کیلوواټ برېښنا په ظرفیت سب‌سټېشن پرانیستل شو.

یاده پروژه د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي، د ازبکستان هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرگش اوف او د هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت سرپرست وزیر حمیدالله اخندزاده له لوري پرانيستل شو.

په دغو مراسمو کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي له ګاونډیو هېوادونو سره پر ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګار وکړ ویې ویل چې حکومت جدي هلې ځلې کوي څو د ګاونډیو او نورو هېوادونو لپاره افغانستان کې دننه د پانګونې زمینه برابره کړي.

هغه له ګاونډیو او د نړۍ له نورو هېوادونو وغوښتل چې د پانګونې له لارې د افغانستان د پرمختګ او بيا ودانولو برخو کې همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.