کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۱): د کابل ښار شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، په دغه سرای کې پاکستان ته د غیرقانوني لېږد په موخه پر پاکستانۍ کلدارو د ډالرو پېرل ډېر شوی؛ خو حکومت وايي چې پاکستان ته د ډالرو قاچاق منع دی او په جدي ډول یې مخنیوی کوي.
د شهزاده سرای د ځینو صرافانو د معلوماتو پر اساس، په دې وروستیو ورځو کې د هېواد بازارونو ته په ډېره کچه کلدارې وارد شوې دي، په بدل کې یې ډالر اخیستل کېږي او پاکستان ته وړل کېږي چې له امله یې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوېدلی دی.
د کابل ښار د شهزاده سرای معلوماتو له مخې، نن یو ډالر په ۸۸ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۷۰ افغانۍ بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د تلې په ۲۵مه، د یوه امریکايي ډالر ارزښت ۸۶ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۸۰ افغانۍ تبادله کېدې.
د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې ویاند عبدالرحمن ځیرک پژواک خبري اژانس ته وویل، په وروستیو لسو ورځو کې ځيني کسان او اشخاص بازار ته کلدارې عرضه کوي، ډالر اخلي او پاکستان ته یې لېږدوي.
هغه زیاته کړه: «په واقعیت کې ډالر په غیرقانوني ډول پاکستان ته وړل کېږي، په بدل کې یې کلدارې راځي چې دغه کار ځیني صرافان د خپلو شخصي ګټو لپاره کوي.»
هغه وايي، دغه کار افغانستان ته اقتصادي زیان اړوي؛ ځکه په بازار کې د ډالر په کمېدو سره د هغه ارزښت لوړېږي او د افغانۍ ارزښت کښته کېږي.
خو سرچینې په دې اړه چې څومره کلدارې له پاکستانه راځي او څومره ډالر له هېواده بهر وړل کېږي، وايي چې په دې اړه قطعي خبره کول ډېره مشکله ده.
نوموړي له سرپرست حکومته وغوښتل څو د پولو امنیت ټینګ کړي او له افغانستانه د ډالرو د قاچاق مخه ونیسي.
په همدې حال کې، یو صراف محمد نادر هم په شهزاده سرای کې د پاکستانۍ کلدارو د تبادلې ډېرېدو په اړه خبره کوي او وايي، په وروستیو لسو ورځو کې په بې اندازې ډول کلداره پلورل کېږي او ډالر ټولېږي.
نوموړی وايي، ښايي دغه کار د ځینو سوداګرو او صرافانو له خوا کېږي، خو حکومت باید دغسې خلکو ته اجازه ور نه کړي چې له افغانستانه ډالر قاچاق کړي.
هغه وايي، د دغه کار په پایله کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړ تللی او که دا کار دوام وکړي، افغانۍ نوره هم لوېږي چې د خلکو او هېواد پر اقتصاد منفي اغېز پرېږدي.
د یادونې ده، هر ځل چې د هېواد په بازارونو کې د ډالر ارزښت لوړېږي، سملاسي د ډېری توکو بیې هم لوړېږي.
د شهزاده سرای یو بل صراف ذبیحالله خوستوال وايي، له لسو ورځو راهیسې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړ شوی او لامل یې عرضه او تقاضا ده؛ په ځانګړې توګه په بازار کې کلداره ډېره شوې او مستقیم یې پر بازارونو اغېز کړی دی.
هغه زیاته کړه، له دې امله چې په سوېلي ولایتونو، په ځانګړې توګه هلمند، کندهار، خوست او پکتیا کې تر ډېره راکړه ورکړه پر کلداره کېږي او د ډېرو خلکو سرمایه کلدارې ده، په همدې دلیل هغوی کلدارې کابل ته راوړي او ډالر اخلي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي پژواک ته د ډالرو قاچاق رد کړ خو ویې ویل چې په ځینو ولایتونو کې راکړه ورکړه پر ایراني تومان او کلداره کېږي او دا هغه ستونزه ده چې له څو لسیزو راهیسې پاتې ده، اسلامي امارت د دغه کار د مخنیوي په موخه هڅه کوي څو مخنیوی یې وکړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










