منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۶ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

پاکستان کې ۸۴ افغانان له زندانه خوشي شول

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وایي، هغه ۸۴ افغانان د دوی په هڅه خوشي شوي چې څه موده مخکې د کراچۍ پولیسو له خوا د قانوني اسناد نه لرلو په تور نیول شوي وو.

غړي

کونړ کې د څښاک اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کونړ د غازي‌اباد ولسوالۍ په هیلګل دره کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي همکارۍ، د څلورنیم میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو شبکه جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

غړي

پروان کې د لویې لارې امنیتي کسانو کمین کې په تېروتنه دوه امنیتي کسان وژل شوي

د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ امنیتي کسان د کمین لپاره یوې سیمې ته روان وو چې د لویې لارې امنیتي کسانو له کمین سره مخ شوي او د نه همغږۍ له امله دوو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

غړي

غور کې د یوه ځوان مړی موندل شوی

د غور امنیتي مسوولین وايي، د هغه ځوان مړی موندل شوی چې څو ورځې مخکې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه کې نادرکه شوی و.

اتصالات په هرات کې د 4G چوپړتیاوې  پیل کړې

کابل – ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۲ اتصالات په هرات کې د 4G چوپړتیاوې پیل کړې، چې د افغانستان دریم ډیر نفوس لرونکی ښار دی. د 4G چوپړتیاوو اړوند یوه پرانیسته غونډه د هرات ولایت ارګ هوټل کې ترسره شوه، چې  په…

لوګر کې له دوه زره کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

د لوګر ولایت سیمه‌ییز مسوولین وایي، د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو‌ایف‌پي) له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، محمداغې او خروار ولسوالیو کې له دوه زره اړو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه. د یاد…

نور راپورونه