ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې له دوه زره کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

لوګر کې له دوه زره کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

author avatar
11 Oct 2022 - 17:55
لوګر کې له دوه زره کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
author avatar
11 Oct 2022 - 17:55

پل‌علم (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۱): د لوګر ولایت سیمه‌ییز مسوولین وایي، د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو‌ایف‌پي) له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، محمداغې او خروار ولسوالیو کې له دوه زره اړو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا د مرکز پل علم په ګډون په درېیو ولسوالیو کې له دوه زره کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

ده زیاته کړه، په مرسته اخیستونکو کې ۲۰۰ ښځې هم شاملې وې چې نارینه سرپرست یې نه درلود.

د پل علم یوه اوسېدونکي صدیق‌الله – چې دا مرسته یې ترلاسه کړې وه – پژواک خبري اژانس ته وویل، له کورنۍ سره یې د ۸۵۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.

هغه زیاته کړه، دا مرسته د یوې میاشتې لپاره د یوې بېوزلې کورنۍ لپاره بسنه کوي خو له یوې میاشتې وروسته به بیا هم دغه کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ وي.

نوموړي پر دولت او مرستندویه ادارو غږ وکړ چې دغه مرستې دوامداره کړي.

بلخوا د لوګر د خروار ولسوالۍ یوه قومي مشرحاجي رحیم‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي په تېر او اوسني نظامونو کې له پامه لوېدلې او خلک یې له پراخو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دغه قومي مشر پر دولت او مرستندویه بنسټونو غږ کوي چې له بې‌وزله او اړو کورنیو سره مرستې دوه برابره کړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د یاد ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا، کرنې او مالدارۍ او ټولګټو چارو ریاستونو له لارې له زرګونو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده او لاهم دغه لړۍ دوام لري.

Visits: 154

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.