کابل (پژواک،۲۰ تله ۱۴۰۱): له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو په لړ کې، نن ۴۰ میلیون امریکايي ډالر نور کابل ته را ورسېدل.
مرکزي بانک په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي، له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشردوستانه مرستو په لړ کې، نن یو ځل بیا د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو بله کڅوړه کابل ته ورسېده او یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
دغه بانک د نړۍوالې ټولنې له بشردوستانه مرستو څخه د مننې ترڅنګ، هېواد ته پر قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راوړلو هرکلی کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغانستان سره په نورو برخو کې هم تعامل او همکاري وکړي.
مرکزي بانک زیاته کړې، د هېواد پر مالي او بانکي سکټور د یوه څارونکي یوه بنسټ په توګه تل هڅه کړې، څو د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو نړۍوالو بانکي او مالي بنسټونو سره ښه همکاري ولري.
د یادونې ده چې تېره ورځ هم د ۴۰ میلیون ډالرو یوه بسته کابل ته را رسېدلې وه.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو ویلي، په تېر یوه کال کې له افغانانو سره د مرستې په موخه افغانستان ته څه باندې یو میلیارد ډالر استولي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









