ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت قزاقستان کې د وروستيو نااراميو په اړه اندېښنه ښودلې

افغان حکومت قزاقستان کې د وروستيو نااراميو په اړه اندېښنه ښودلې

author avatar
7 Jan 2022 - 11:07
افغان حکومت قزاقستان کې د وروستيو نااراميو په اړه اندېښنه ښودلې
author avatar
7 Jan 2022 - 11:07

کابل( پژواک، ۱۷ مرغومې ۱۴۰۰): افغان حکومت په قزاقستان کې د وروستيو ناآراميو له‌امله اندېښنه ښودلې او د ياد هېواد له حکومت او لاريون کوونکو څخه يې د زغم او د خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغان حکومت په قزاقستان کې روان وضعیت له نژدې څاري او د یوه نژدې ګاونډي او سوداګريز شريک په توګه هلته د وروستیو ناارامیو په اړه اندېښمن دی.

نوموړي ليکلي چې افغان حکومت له قزاقستان حکومت او لاريون‌کوونکو څخه هيله کوي چې شته ستونزې د خبرو او سوله‌ييزو لارو حل کړي او په ياد هېواد کې ثبات ټینګ کړي.

بلخي دغه راز ويلي چې د افغانستان حکومت په سیمه کې امنيت او سياسي ثبات، د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او د ولسونو د نېکمرغه ژوند لپاره اساسي شرط بولي.

په قزاقستان کې خلکو د سون توکو بیې له لوړېدو وروسته ښارونو کې د دولت ضد لاریونونه پیل کړل او د ولسمشر او حکومت د استعفا غوښتنه کوي.

سره له دې چې د ياد هېواد د دولت هيئت استعفا کړې، خو لا هم لاريونونه دوام لري او خلکو د آلماتا ښار پر هوايي ډګر او د دغه ښار د ښاروالۍ پر دفترونو هجوم ور وړي.

د وضعیت له ترینګلتیا سره هممهاله د دغه هېواد ولسمشر قاسم جومارت توقایف د دوو اوونیو لپاره په دغه هېواد کې بېړنۍ وضعیت اعلان کړی دی.

Visits: 1281

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.