ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان زده کوونکي او ښوونکي د ښوونیز کال له پیل مخکې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي

د اروزګان زده کوونکي او ښوونکي د ښوونیز کال له پیل مخکې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي

author avatar
25 Jan 2022 - 18:29
د اروزګان زده کوونکي او ښوونکي د ښوونیز کال له پیل مخکې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي
author avatar
25 Jan 2022 - 18:29

ترینکوټ (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۰): د اروزګان زده کوونکي او ښوونکي له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې د ښوونیز کال له پیل مخکې دې د ښوونکو، کتابونو او درسي توکو د کمښت ستونزه هواره کړي.

زده کوونکي او ښوونکي دا غوښتنه داسې مهال کوي چې د تعلیمي کال پيل ته شاوخوا یوه میاشت وخت پاتې دی.

د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د شاه زمان لېسې یو زده کوونکی فرید احمد وايي، کلونه کېږي چې دا او ګڼ نور ښوونځي کافي ښوونکي نه لري او د درسي توکو له کمښت سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، د تېر حکومت پر مهال هر کال مسوولینو ژمنه کوله چې د مسلکي ښوونکو، کتابونو او درسي توکو د کمښت ستونزه به حلوي، خو په عملي ډګر کې هیڅ هم نه وو.

دی وايي، اوس چې نوی حکومت راغلی او د تعلیمي کال پیل ته لا وخت شته، اړوند مسوولین باید مخکې له مخکې شته ستونزې په نښه او حل کړي.

د چورې ولسوالۍ د زراعت مسلکي لېسې یو زده کوونکي نصیب الله هم ورته ستونزې یادوي او وايي، پخوا به زده کوونکو ته هغه مهال درسي کتابونه ورکول کېدل چې تعلیمي کال به پای ته رسېدلی و.

دی وایي، دغې چارې هر کال د دوی د زده کړې بهیر اغېزمن کاوه، اوس یې هیله دا ده چې دا او ورته نورې ستونزې پر وخت هوارې شي.

د اروزګان ښوونکي هم د دغو او نورو ستونزو یادونه کوي چې باید چارواکي یې د حلولو غم وخوري.

د مرکز ترینکوټ د سازمان لېسې مدیر حمیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مهال یې تر ټولو لویه ستونزه د تشکیل او درسي موادو کمښت دی.

دی وايي، د ښوونکو د کموالي له امله اړ کېږي چې د دوو ټولګیو زده کوونکي په یوه ټولګي کې کېنوي.

نوموړی هم له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې پر وخت ستونزې حل کړي او د درسي بهیر کیفیت اغېزمن نه شي.

چارواکي ډاډ ورکوي چې ټولو ښوونځیو ته به پر وخت درسي توکي ولېږي او اړتیاوې به یې پوره کړي.

هغوی دغه راز یادونه کوي چې د ښوونکو د کمښت ستونزه یې هم وار له مخه له مرکز سره شریکه کړې ده.

د اروزګان د پوهنې رییس مولوي حقنما پژواک اژانس ته وویل، په لومړي ګام کې به ټول هغه بند ښوونځي پرانیستل شي چې په تېر کې د جګړو له امله تړلي وو.

هغه زیاته کړه، په یوه تازه ګام کې یې دوه زره ټوکه قرطاسیه، ۱۰۰۰ د ښوونځیو بکسې او ۴۰ د اوبو زېرمې د مرکز او ولسوالیو ښوونځیو ته لېږلي دي.

ده ډاډ ورکړ چې د مرکزي ادارې له لارښوونې سره سم به د ښوونکو او کتابونو د کمښت ستونزه هم حل کړي.

بل خوا په اروزګان کې د یونیسف ادارې مشر ډاکټر احمد فواد وايي، د دغه ولایت د پوهنې له ریاست سره د زده کړو بهیر د ښه کولو او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د تعلیمي کال له پیل مخکې یې د ولایت په کچه ښوونکو ته ګڼ روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي او د دې تر څنګ یې په لرو سیمو کې زرګونو ماشومانو ته د زده کړو سیمه ییز ټولګي هم جوړ کړي دي.

د اروزګان په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۵۰  لومړني او منځني ښوونځي او لېسې شته چې د تېرو جګړو له امله تر ۳۰ ډېر ښوونځي تړلي دي چې چارواکي یې په نوي تعلیمي کال کې د پرانیستلو ژمنه کوي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.