ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ افغانستان کې یواځې یو تن وژل شوی دی

تېره اوونۍ افغانستان کې یواځې یو تن وژل شوی دی

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۰): تېره اوونۍ افغانستان کې یواځې یو تن وژل شوی، امریکا ویلي چې نړیوال بانکونه کولی شي د بشري موخو لپاره افغانستان ته پیسې واستوي او اوس د یادې اوونۍ په پرتله د افغانۍ بیه څه باندې ۱۴ سلنه لوړه شوې ده.

د تېرې اوونۍ مهم خبرونه:

  • د اروپا پارلمان مشره: له کابل سره هر ډول تعامل باید د ښځو د حقونو تامین ته مشروط وي.
  • روسیه او تاجکستان په افغانستان کې پراخ‌بنسټه حکومت غواړي.
  • ناروې او ځینې نور هېوادونه: افغانستان کې دې د سیاسي کړکیچ د پای لپاره لویه جرګه جوړه شي.
  • حکمتیار: د ناروې دغه وړاندیز د ناټو طرحه ده، خو د نظام د جوړښت لپاره له منتخبو استازو جوړې مرجع ته اړتیا ده.
  • کابلوف: د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې به کابل کې د ټرویکا د غړو هېوادونو غونډه جوړه شي.
  • امریکا: نړیوال بانکونه کولی شي د بشري موخو لپاره افغانستان ته پیسې واستوي.
  • تېره اوونۍ افغانستان کې یواځې یو تن وژل شوی دی.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ پهلوان تاج الدین لرخوابي د بغلان په مرکز پلخمري کې وژل شوی دی.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند محمدادریس شېرزاد وایي چې تاج‌الدین د پولیسو تر تعقیب لاندې و، او کله چې پولیس د هغه د نیولو لپاره ورځي، هغه (تاج‌الدین) د تښتې په نیت منډه اخلي او له پولیسو یو تن – چې د هغه د نیولو هڅه کوي – پښه یې بندیږي (تینډک خوري)، فیر ترې کیږي او یاد کس وژل کیږي.

دغه راز د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د پنجشېر د امنيه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحمید خراساني پر موټر د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ په بغلان، هرات، هلمند، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو جګړو پر مهال به په اوونۍ کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

سل تنه وژل شوي که نه؟

تېره اوونۍ ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت ځواکونو د تېرې اګست میاشتې له نیمایي راهیسې سل تنه د تېر حکومت کارکوونکي او د نړیوالو ځواکونو همکاران وژلي، خو افغان چارواکي وایي په یاد راپور کې شوې ادعاوې د ناسمو معلوماتو له مخې شوي او حقیقت نه لري.

د ټولګډونه حکومت جوړښت، نړیوال مشروعیت یې او د ښځو حقونه

تېره اوونۍ، د اروپا پارلمان ځانګړې ناستې ته وربلل شویو افغان ښځو، افغانستان کې د نجونو د ټولو ښوونځیو د بیا پیل او دغه راز د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه، له افغانانو سره په مرستو یې ټینګار وکړ، ویې ویل چې له افغانستان سره مرستې باید د افغانستان د اوسني حکومت د په رسیمت پېژندلو له موضوع جلا شي.

په دغه ناسته کې د افغان ښځو پر ملاتړ ټينګار وشو او د یاد پارلمان مشرې وویل چې له کابل سره هر ډول تعامل باید د ښځو د حقونو تامین ته مشروط وي او نړۍ باید د افغان مېرمنو اړتیاوې په خپل کاري لومړیتوب کې راولي.

د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري په دغه ناسته کې وویل که د افغانستان سرپرست حکومت نړیوال مشروعیت غواړي، نو د افغانانو بشري حقونو ته دې درناوی وکړي.

تاجکستان ویلي، د طالبانو پر وړاندې د تاجکستان دریځ نه دی بدل شوی او نړیواله ټولنه له «طالبانو» د یوه رښتیني پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته کول غواړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي که «طالبان» د خبرو له لارې یو پراخ بنسټه حکومت رامنځته کړي، نو ښايي پرې لګول شوي بندیزونه لرې کړل شي.

د یادو سرچینو څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان چارواکو ویلي، اوسنی سرپرست حکومت ټولګډونه دی خو د لاټولګډونوالي لپاره یې هڅې کوي، د نجونو او هلکانو لپاره پوهنتونونه پرانیستل شوي او یادو چارواکو ویلي چې په نوي (۱۴۰۱) کال کې به د نجونو ټول ښوونځي هم پرانیستل شي. هغوی ویلي چې په اسلامي چوکاټ کې بشري او په تېره د ښځو حقونو ته ژمن دي.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د ناروې په ګډون ځینو هېوادونو د افغانستان سرپرست حکومت له پلاوي سره په اوسلو کې له څو ورځنیو خبرو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې «طالبانو» ته یې د اوسني سیاسي کړکېچ او ټولګډونه حکومت جوړولو لپاره د لویې جرګې رابللو وړاندیز کړی.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار، بیا د ناروې له لوري د لویې جرګې وړاندیز د امریکا په دستور د ناټو طرحه بللې، خو وايي، داسې ځواکمنې مرجع ته اړتیا ده چې د ولس له واقعي منتخبو استازو جوړه وي، څو اساسي قانون تصويب او راتلونكی نظام جوړ کړي.

د ټرویکا ناسته

دغه راز، کابلوف وايي چې د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په کابل کې د ټرویکا د غړو هېوادونو غونډه جوړېږي او په دې ناسته کې به «د سولې بین الافغاني بهیر په بشپړېدو» او د افغانستان په بیارغونه کې د نړیوالې ټولنې پر رول خبرې وشي. د کابلوف په وینا، اوسمهال د یادې ناستې لپاره د ټرویکا غړي هېوادونه (چین، پاکستان، امریکا او روسیې) استازي په همغږۍ بوخت دي.

د ټرویکا وروستۍ غونډه د تېرې لړم میاشتې په شلمه په پاکستان کې او له هغه مخکې غونډه د تېر میلادي کال په اکټوبر کې په روسیه کې ترسره شوې وې.

کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ

تېره اوونۍ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشرۍ یو پلاوی په دوه ورځني سفر کابل ته راغلی و.

د راپورونو له مخې، یاد پلاوي او افغان چارواکو، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا، سیاسي، امنیتي او سوداګریزو مسایلو خبرې کړي. په کابل کې یوې سرچینې طلوع نیوز ته ویلي چې د ډيورنډ پر فرضي کرښې وروستي جنجالونه هم د دواړو خواوو د لیدنو په اجنډا کې شامل و.

د افغانستان سرپرست حکومت د یاد پلاوي تر سفر وروسته، د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پېښو شویو ستونزو حلولو لپاره یوه کمېټه جوړه کړې، څو پر دغې کرښې ستونزې لویې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر جنجال بدلې نه شي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښې تړون په ۱۸۹۳ کال د افغانستان د وخت د پاچا امیر عبدالرحمن خان او د بریتانوي هند د بهرنیو چارو وزیر هېنري مورټېمر ډيورنډ ترمنځ لاسلیک شو، خو دغه کرښه د افغانستان حکومتونو او د کرښې د دواړو خواوو خلکو نه ده منلې. له څو کلونو راهیسې پاکستان پر دغه کرښه د اغزن تار غځول پیل کړي او څو ځله له همدې امله د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ شخړې رامنځته شوې دي. په دې وروستیو کې هم داسې ویډيوګانې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوي چې افغان امنیتي ځواکونو د دغې کرښې په ځینو سیمو کې غځول شوي اغزن تارونه له منځه وړي او له ځان سره یې راوړي دي. دغه راز د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د پاکستان له خوا یو ځل بیا پر کونړ ولایت توغندیز بریدونه وشول او افغان سرحدي ځواکونو بېرته ورته ځواب هم ورکړ.

نړیوالې مرستې، پر افغانستان د لګول شویو محدودیتونو نرمښت او بانکي وړتیاوې

تېره اوونۍ، د امریکا د مالیې وزارت وویل چې نړیوال بانکونه کولی شي د بشري موخو لپاره افغانستان ته پیسې واستوي او مرسته کوونکې موسسې له وېرې پرته، په دولتي ادارو کې د ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو تنخواګانې ورکړي.

د دې تر څنګ، د پژواک د اونیز اقتصادي راپور له مخې، نن د تېرې شنبې په پرتله د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت څه باندې ۱۴ سلنه لوړ شوی دی.

د سلواغې په ۹مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۱۰۲ افغانۍ وه، خو نن یو ډالر په ۸۸ افغانۍ تبادله کېده.

دغه راز د خبرونو له مخې، کاناډا د بادغيس له زلزله ځپلو سره دوه ميليون ډالره او جرمني له افغانستان سره ۱۴۰ میلیونه ډالرو مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې دوی د افغانستان په نړیوال بانک کې ۱۳۵ میلیون امریکايي ډالر لري، خو استفاده ترې نه شي کولاى. د یاد چارواکي په خبره د افغانستان بانک ژمنه کړې وه چې دغه پیسې به په اتوماتیک ډول په افغانیو بدلیږي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، په افغانیو د ډالرو د بدلون په برخه کې د مرکزي بانک د ناتوانۍ ادعا حقیقت نه لري.

هغه زياتوي: «تر اوسه د ملګروملتونو یا کوم بل ادرس څخه مرکزي بانک ته پیسې نه دي ورکړل شوې، کنه مرکزي بانک بې له شکه د هر څومره ډالرو د اخیستلو او د افغانیو د ورکړې توان لري، په دې اړه خپاره شوي شایعات سم نه دي.

Visits: 262

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.