ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوکنارو پر کر له بندیز لګېدو وروسته د تریاکو بیه بې سارې لوړه شوې ده

د کوکنارو پر کر له بندیز لګېدو وروسته د تریاکو بیه بې سارې لوړه شوې ده

author avatar
7 Apr 2022 - 10:56
د کوکنارو پر کر له بندیز لګېدو وروسته د تریاکو بیه بې سارې لوړه شوې ده
author avatar
7 Apr 2022 - 10:56

کندهار (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۱): له هغه وروسته چې په هېواد کې د کوکنارو پر کښت او قاچاق د بندیز فرمان صادر شو، د تریاکو بیه په بې سارې ډول لوړه شوې ده.

د اسلامي امارت د مشرتابه په فرمان کې- چې د روانې وري میاشتې په ۱۴مه خپور شو- هېوادوالو ته خبر ورکړل شوی چې د دغه فرمان د صدور له نېټې وروسته د کوکنارو کر په ټول هېواد کې په مطلق ډول بند دی او هيڅوک دې له دې وروسته پر خپلو ځمکو د دغه ناوړه بوټي کرلو هڅه نه کوي.

د دغه فرمان له مخې، که څوک سرغړونه وکړي، کښت به یې له منځه یووړل شي او له سرغړوونکي سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند وشي.

دا فرمان داسې مهال صادرېږي چې د هېواد په سوېلي ولایتونو کې تازه د کوکنارو نېښ وهل پیل شوي دي.

په کندهار کې د دغه بوټي کروندګر وايي، په ځینو ولسوالیو کې څلور یا پنځه ورځې مخکې او په ځینو کې اوس تازه د کوکنارو د حاصلاتو ټولول پیل شوي دي.

محمد ولي د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ له هغو کروندګرو یو دی چې پر خپله ځمکه یې کوکنار کرلي او په دې ورځو کې یې په نېښ وهلو بوخت دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د کوکنارو پر کر د بندیز له فرمان وروسته تر اوسه له کومې ستونزې سره نه دی مخ شوی او په ډاډه زړه خپل حاصلات ټولوي.

خو ده یادونه وکړه چې د فرمان له صدور مخکې د کوکنارو پېر او پلور په عامه کېده خو اوس یې په پټه پېرل او پلورل کېږي.

دی زیاتوي: «تر دې مهاله مو چا ممانعت نه دی کړی، مخکې کوکنار ښکاره پلورل کېدل خو اوس په پټه پلورل کېږي، اوسمهال کروندګر د کوکنارو د حاصلاتو په راټولولو اخته دي خو ښايي له دې وروسته یې څوک و نه کري.»

د ده په خبره، په هېواد کې له بدلون وروسته د نوي حکومت په راتلو په کندهار کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي چې ښه حاصلات یې ورکړي دي خو په ځينو ولسوالیو کې چې اوبه کمې وې، د دغه بوټي کښتونه کمزوري وو.

خو دی وايي چې د کوکنارو پر کر د بندیز له اعلان وروسته د کوکنارو بیه ډېره لوړه شوې ده او ښايي نوره هم لوړه شي.

د ده په خبره، د کوکنارو د بیو لوړېدل د کروندګرو لپاره ښه خبر دی خو دې ته بیا خپه دي چې دغه بوټی نور نه شي کرلای.

هغه زیاتوي، کروندګر له مجبورۍ او بېوزلۍ د کوکنارو کر ته مخه کړې ده، که د دغه بوټي پر کرلو بندیز لګول کېږي نو پر ځای دې یې بل بدیل وړاندې شي څو له هغه ښه عاید ولري.

دغه کروندګر وايي، د کوکنارو پر کر د بندیز له اعلان سمدستي وروسته په لومړیو کې د کوکنارو بیه ډېره لوړه شوه خو اوس بیرته یوه اندازه را لوېدلې ده.

د ده په خبره، په لومړیو کې د یوه کیلو ګرام کوکنارو بیه ۲۵ زره افغانیو ته پورته شوه خو اوس بیرته ۱۸ یا ۲۰ زره افغانیو ته ټیټه شوې ده.

دی زیاتوي، د کوکنارو کاروبار تر ډېره په کلدارو کېږي، اوس مهال د یو من (۴،۵ کیلوګرامه) کوکنارو بیه له ۱۷۰ تر ۱۸۰ زره کلدارو پورې ده.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ کروندګر مصطفی وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې ډېر کوکنار کرل شوي خو په ځینو سیمو کې د اوبو د کمښت له امله ښه حاصلات نه لري.

دی خوښ دی چې د کوکنارو پر کر د بندیز له اعلان د تریاکو بیه لوړه شوې او دوی ته به یوه اندازه پیسې جوړې کړي.

ده پژواک ته وویل، په اصل کې کروندګر له خپلې بېوزلۍ د کوکنارو کرلو ته اړ شوي خو که حکومت د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي او بدیلو کښتونو ته یې ښه بازار پیدا کړي نو هیڅوک به هم کوکنار و نه کري.

د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی او د کوکنارو سوداګر محمد نبي وايي، د کوکنارو پر کر د بندیز له اعلان وروسته د تریاکو بیه درې برابره لوړه شوې ده؛ یعنې مخکې د یوه کیلو ګرام تریاکو بیه له ۶ تر ۸زره افغانیو وه خو اوس یې بیه ۲۵زره افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «مخکې یو من (۴،۵ کیلو ګرامه) تریاک په ۳۰ یا ۳۵زره افغانۍ پلورل کېدل خو اوس په ۱۱۵ یا ۱۲۰زره افغانیو پلورل کېږي.»

د ده په خبره، اوسمهال په ډېرو سیمو کې د کوکنارو نېښ وهل پیل شوی، کله چې حاصلات ټول شول نو ښايي دا بیه نوره هم پورته لاړه شي.

ومو غوښتل په دې اړه د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو نظر ولرو خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

که څه هم سږ کال په کندهار کې د کوکنارو د کښت په اړه کره معلومات په لاس کې نشته خو د کروندګرو له قوله په دغه ولایت کې پر ۷۰ سلنه کرنیزو ځمکو کوکنار کرل شوي دي.

Visits: 181

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.