ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لس شرکتونه د کرومایت کانونو په داوطلبۍ کې ګټونکي اعلان شول

لس شرکتونه د کرومایت کانونو په داوطلبۍ کې ګټونکي اعلان شول

author avatar
20 May 2022 - 16:44
لس شرکتونه د کرومایت کانونو په داوطلبۍ کې ګټونکي اعلان شول
author avatar
20 May 2022 - 16:44

کابل(پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۱): د کانونو او پترولیم وزارت وایي چې ۱۰ شرکتونه د کندهار، زابل او لوګر ولایتونو د کرومایټ ډبرو کانونو د استخراج په داوطلبۍ کې ګټونکي اعلان شوي دي.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې د کانونو او پټروليم وزارت په وېبپاڼه کې خپره شوې، د داوطلبۍ دغه پروسه پرون په ياد وزارت کې ترسره شوه.

سرچينې ويلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د کرومایټ ډبرو کانونو داوطلبي پروسه چې مخکې اعلان ته سپارل شوې وه، د موظف پلاوي او ۲۱۴ هغو شرکتونو په حضور کې چې د پروپوزلونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو، د رسنیو پر وړاندې په شفافه ټوګه ترسره شوه.

عبدالسلام شرکت في ټن د ۲۹۷۵۰ افغانیو په ارزښت د غلدره ساحې ګټونکی،

عطا اکسس شرکت في ټن د ۲۶۰۰۰ افغانیو په ارزښت د قلعه عبدالله کرومایت ساحې ګټونکی،

د همانیا اطلس شرکت في ټن د۲۹۲۰۰ افغانیو په ارزښت د هندو کاریز Cبلاک ساحې ګټونکی،

د ملي اطمینان شرکت في ټن د ۳۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د کاریز هندو Aبلاک ساحې ګټونکی،

د بهار قیام شرکت في ټن د ۳۰۰۰ افغانیو په ارزښت د بابوس ساحې ګټونکی،

د افغان یاسین شرکت في ټن د ۲۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت د خوندیان ساحې ګټونکی،

د سټار پاسو شرکت في ټن د ۲۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت د د کدو غر ساحې څلورم بلاک ګټونکی،

د فهیم ځلاند شرکت في ټن د ۲۶۹۰۰ افغانیو په ارزښت د کدو غر ساحې درېیم بلاک ګټونکی،

د ګلو ګلکسي شرکت في ټن د ۲۵۵۰۰  افغانیو په ارزښت د کدو غر ساحې د دویم بلاک ګټونکی، او

د خوشحال احمدي شرکت في ټن د ۲۶۵۰۰  افغانیو په ارزښت د کدو غر ساحې د لومړي بلاک ګټونکی په توګه د ارزونې موظف پلاوي له خوا اعلان شول.

په خبرپاڼه کې نورو جزئياتو ته اشاره نه ده شوې.

Visits: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.