Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شپږیزه لیګ سیالۍ: امو نهنګانو پامير زلمي او سپين غر بندامیر لوبډلو ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سياليو په لړ کې، د امو نهنګانو لوبډلې پامیر زلمي او سپین غر بیا د بندامیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دغه ليګ لومړۍ لوبه نن سهار د امو نهنګانو او پامیر زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره وشوه.

په دغه سیالۍ کې د امو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو٢٠ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۰ منډې وکړې او  پامير زلمي لوبډلې ته يې د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه.

په توپوهنه کې د امو لوبډلې له لوري احسان الله جنت ۵۴ او اصغر افغان ۲۱ منډې جوړې کړې.

همدارنګه په توپ اچونه کې د پامیر زلمي له لوري عثمان ځاځي درې، ابراهیم مسعود او ذبیح الله سردارزي د امو لوبډلې دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

بل خوا بیا د پامیر زلمي لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او په ۲۰ اورونو کې د  څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۰۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۹ منډو په توپیر امو لوبډلې ته وبایلله.

د پامیر زلمي لوبډلې له لوري اسماعیل ترکي ۲۴، محمد الله کریمي ۲۳ او پوپل ځدراڼ ۱۸ منډې جوړې کړې.

همدارنګه په توپ اچونه کې د امو لوبډلې له لوري جمشید او اصغر اتل د پامیر لوبډلې دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

دغه‌راز د شپږیزه لیګ دویمه لوبه د سپین غر او بندامیر لوبډلو ترمنځ وشوه.

په یاده سیالۍ کې د سپین غر لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۴ منډې جوړې کړې او مقابل لوري ته یې د ۲۱۵  منډو هدف وټاکه.

د سپين غر له لوري په توپوهنه کې نجیب الله ځدراڼ ۸۱، بهارعلي شینواري ۵۷، عثمان غني ۳۱ او شوکت زمان ۲۰ منډې جوړې کړې.

دغه‌راز په توپ اچونه کې د بندامیر لوبډلې له لوري افتاب عالم، بخت الله، عرفان او فرمان الله بیاد سپین غر یو – یو لوبغاړي وسوځول.

همدارنګه یاد هدف د بندامیر لوبډلې پوره نه کړ او په ۱۹م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۱۷ منډې وکړې او لوبه یې د ۹۷ منډو په توپیر سپین غر لوبډلې ته وبایلله.

د بندامیر له لوري په توپوهنه کې اصف موسی زي ۳۲، فرمان الله ۲۴ او عرفان ۱۴ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې د سپین غر له لوري شرف الدین، محمدابراهیم او اظهارالحق نوید د بندامیر لوبډلې درې – درې لوبغاړي وسوځول.

د یادونې وړ ده چې د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سياليو په لړ کې تراوسه پورې بست ساتونکی، مس عینک او د کابل بازانو لوبډلې تر ټولو مخکې دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.