Pajhwok Afghan News

دوې لاسي‌پلورونکې مېرمنې: موږ ته دې د باعزته او خوندي کار زمینه برابره شي

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۱): دوې لاسي‌پلورونکې مېرمنې چې سره همکارانې او د لیوره ښځې هم دي او خپلو کورنیو ته د اعاشې برابرولو په موخه له سهاره تر ماښامه د کابل ښار په سړکونو کې کار کوي، له حکومته غواړي چې له دغسې ښځو ملاتړ وکړي او د خوندي کار زمینه ورته برابره کړي.

د کابل د «پخته فروشۍ کوڅې» اوسېدونکې ۳۲ کلنه بي‌بي خاتون او ۳۵ کلنه نادیه، هغه مېرمنې دي چې د اقتصادي بېوزلۍ او مجبوریت له امله د کابل ښار د منډوي په سړکونو کې لاسي‌پلورنه کوي.

دغه دوې مېرمنې د شپې له خوا په خپلو کورونو کې ټوټه‌يي کڅوړې او د ناوې‌ګانو پر لاسونو د نکریزو ايښودلو لپاره ټوټې جوړوي او هره ورځ د سهار له اتو تر هغه مهاله چې تولیدات یې پلورل کېږي، د کابل ښار په منډوي کوڅه کې تمېږي.

سهار شاوخوا اته بجې دي، بي‌بي خاتون او نادیې د کور چارې ترسره کړې دي او د سهارنۍ له خوړلو وروسته له کوره وځي.

دغه دوې د لیوره ښځې او همکارانې چې تور ټیکري یې پر سر او تورې چپنې یې پر تن دي، په خپل لاس له ګنډل شويو محصولاتو ډکې کڅوړې یې اخیستې او په بېړه د خپلې سیمې له کوڅو تېرېږي او د لارې په اوږدو کې له یو بل سره د ژوندانه د دردونو کیسې کوي.

بي‌بي خاتون ۳۲ کلنه ده، خو د ژوند کړاوونو پرې دومره اغېز کړی چې ظاهرا ۵۰ کلنه ښکاري؛ د مخ ګونځې یې د دې خبرې ښکارندوی کوي.

د بي‌بي خاتون خاوند اته کاله وړاندې د اقتصادي بېوزلۍ له امله ایران ته ولاړ، څو هلته کار وکړي، خو تر ننه یې بیا هیڅ خبر نشته.

دغې ښځې چې په ژړا له خپل خاونده د بېلېدو کیسه کوله، زیاته کړه: «خاوند مې د کار کولو لپاره ایران ته لاړ، خو تر ننه یې له مړي او ژوندي کوم خبر نشته، هغه ولاړ او زه یې له خپلو دوو ماشومانو سره په درد او رنځ کې یوازې پرېښودلم.»

اقتصادي بېوزلي، د خاوند نادرکه کېدل او لسګونه نورې ستونزې د دې لامل شوي چې بي‌بي خاتون پر سرطان اخته شي، هغه په داسې حال کې له سرطان سره لاس او ګرېوان ده چې په خپل ځیګر کې سرطان لري.

کمزوری بدن او زېړ رنګ یې، پر نه درملېدونکې ناروغۍ د اخته کېدو ښکارندویي کوي چې شپه او ورځ ورسره تېروي او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې د ژوند هیلې یې کمېږي.

خو د دوو ماشومانو اعاشه چې کور ته د پلار د راستېدو په تمه شپې او ورځ تېروي، بي بي خاتون اړ باسي چې په ناروغ او ناتوانه ځان کار او زیار وکړي.

بي‌بي خاتون په ساړه اسویلي سره وویل: «په ډېرو ستونزو سره شپې سبا کوو او سهار شپه کوو؛ کور مې کرایي دی، اړ یم چې هره میاشت دوه زره افغانۍ کرایه ورکړم، له دې سره چې له لېوره سره اوسېږم، خو د هغه اقتصادي وضعیت هم ښه نه دی، د شپې او ورځې ډوډۍ ته حیران یو.»

د هغې په وینا، ډاکټر ورته ویلي چې د درملنې لپاره باید له هېواده بهر لاړه شي، خو شونې نه ده؛ ځکه چې د خینه پېچونو او ټوټه‌يي کڅوړو په پلورلو سره په ډېرو ستونزو د کور لګښت پوره کوي.

هغه د خپلو عوایدو په تړاو وایي: «ځینې ورځې مې اصلا کار نه کېږي، خالي لاس راستنېږم او ځینې ورځې یوازې ۵۰ یا ۱۰۰ روپۍ ګټه کوم.»

هغې د خپلې کورنۍ په اړه دا ډول معلومات راکړل: «په دې نړۍ کې یو سپين ږیری پلار او یو په دماغي ناروغۍ اخته ورور لرم، د هغو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، نو ماسره به څه مرسته وکړای شي.»

نه درملېدونکې سرطان ناروغۍ دغه ښځه ناتوانه کړې، خو د بېوزلۍ او نادارۍ له امله د درملنې وړتیا نه لري، د خپل لږ عاید له امله د درد ضد درمل هم نه شي اخیستلی.

بچیان یې ۱۰کلن او ۹ کلن دي، ښوونځي ته ځي او زده کړې کوي، څو په راتلونکې کې د خپلې مور لاسنیوی وکړي.

بي‌بي خاتون وویل: «کله مې چې اولادونه رانه پوښتنه کوي چې پلار مو چېرته دی، له حده زیاته ناهیلې کېږم او ځورېږم، کاشکې چې پلار یې بېرته راستون شي، زړه مې ټول شي؛ که زه مړه هم شم پلار به یې له هغوی سره و اوسي.»

هغې چې د څو شېبو لپاره ژړل او د خبرو کولو توان یې نه درلود، په دې ډول خپلو خبرو ته دوام ورکړ: «یوازینۍ هېله مې خپله روغتیا ده، ځکه چې ماشومان مې بې پلاره شوي خو نه غواړم چې بې موره هم شي او یوازنۍ هیله مې همدا دوه زامن دي چې درس ووایي او یو ځای ته ورسېږي او کار وکړي، څو په راتلونکې کې مې لاسنیوی وکړي.»

نوموړي له سوداګرو او سرپرست حکومته وغوښتل چې دې او د دې په څېر نورو مېرمنو ته د مرستې ترڅنګ، د خوندي کار زمینه برابره کړي؛ ځکه چې دوی د خپلو کورنیو لپاره ډوډۍ راوړونکې دي.

یوازې بي‌بي خاتون نه ده چې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده، د لېوره ښځه یې نادیه هم د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوې څو د کابل ښار په سړکونو کې کار وکړي او د خپلې اته کسیزې کورنۍ نفقه برابره کړي.

د نادیې خاوند ژوندی دی، خو پر رواني ناروغۍ اخته دی او د هیڅ کار توان نه لري؛ دغه ښځه مجبوره ده چې کار وکړي او د خپلو سر او نیم سر لورګانو ترڅنګ د ناروغ خاوند پالنه هم وکړي.

هغه وایي: «کله مې چې خسرګنۍ راپسې ریباري راتلله زموږ له کورنۍ یې پټ کړي و چې زوی یې د عصابو تکلیف لري؛ په لومړیو کې ښه و، کم حوصله کېدو، خو وروسته دې حالت ته ورسېد چې ناروغي يې زياته شوه، اوس د کور په یوه  کونج کې ناروغ پروت دی او د کار کولو توان نه لري.»

نادیې زیاته کړه: «یوازې زه د کور نفقې راوړونکې یم، کڅوړې او خینه پېچونه ګنډم او پلورم او د همدې کار له لارې د ورځې ۱۰۰ یا ۵۰ افغانۍ ترلاسه کوم او ځینې وختونه چې کار نه کوم، د خلکو کورونو ته ځم، د هغوی کالي مینځم او یا پاک کاري کوم، له ۲۰۰ یا ۲۵۰ افغانیو زیاتې پیسې څوک نه راکوي.»

نادیه د خلکو په کورونو او د سړکونو پر سر له کار کولو ستړې شوې او له حکومت او خصوصي سکتورونو غواړي چې د هغې په شان ښځو ته چې سرپرست نه لري، د کار زمینه برابره کړي.

هغې زیاته کړه: «زما او د بي بي خاتون په څېر ډېرې ښځې شته چې د ځان او خپلو ماشومانو د مړولو لپاره کار کوي، که یوه فابريکه جوړه شي، که موږ ته په عزت  کار راکړل شي، موږ به خوشحاله شو.»

نادیه هیله لري چې یو سوداګر او خیرخواه کس پیدا شي چې د بي‌بي خاتون د درملنې په برخه کې مرسته وکړي، څو د لېوره ښځه یې روغه شي.

Views: 21

Exit mobile version