ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«افغانستان امن دی، سیلانیان دې په ډاډه زړه ترې لیدنه وکړي»

«افغانستان امن دی، سیلانیان دې په ډاډه زړه ترې لیدنه وکړي»

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): چارواکو په کابل کې د «ګرځندوی نړۍوالې ورځې» په مناسبت غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ګرځندوی زمینه برابره شوې او کورني او بهرني سیلانیان کولای شي په پوره ډاډ سره د دغه هېواد له تاریخي او لرغونو ځایونو لیدنه وکړي.

نن (د تلې ۵مه) د ګرځندوی نړۍوالې ورځې په مناسبت د کابل په دارالامان ماڼۍ کې ځانګړې غونډه جوړه شوه چې ‎د سرپرست حکومت یو شمېر چارواکو هم په کې ګډون کړی و.

د رئیس‌الوزراء دویم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په يادو مراسمو کې وويل، په هېواد کې د ګرځندوى زمینه برابره شوې، کورني او بهرني سيلانيان کولاى شي په پوره ډاډ سره د افغانستان له تاريخي او لرغونو ځايونو ليدنه وکړي.

د هغه په ​​وينا، د ټولو کورنيو او بهرنيو وګړو لپاره پوره امنيت ټینګ دی، را دې شي او په ډاډه زړه دې له ولایتونو، سیمو او کلیو لیدنه وکړي.

نوموړی زیاتوي چې حکومت د هېواد په ټولو برخو کې حاکمیت لري، دا مهال د ګرځندوی زمینه د هغو افغانانو او هم بهرنیانو لپاره برابره ده چې غواړي د افغانستان ښکلی طبیعت او د دغه هېواد تاریخي ځایونه وګوري.

هغه وايي، په تېرو شلو کلونو کې زېربناوو او سیل‌ګرۍ ته زیان اوښتی و؛ ځکه د هېواد ټولې برخې ناامنې وې، هېچا د دغه هېواد له ښکلي طبیعته لیدنه نه شوای کولای.

حنفي وویل: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته، په تېرو شلو کلونو کې چې هېواد ته کوم زیان اوښتی، ډېری یې د بهرنیانو له خوا د هېواد پر ټولو برخو لکه جوماتونو او لرغونو او تاریخي ځایونو په څېر ډېر ځایونه بمبار دی چې اوس ختم شوی دی.»

د هغه په ​​وينا، په هېواد کې د پانګه‌ونې زمينه برابر شوې؛ کورني او ځیني نړۍوال شرکتونه په بشپړ امنیت کې د خدمتونو پر وړاندې کولو بوخت دي.

هغه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارته غواړي چې په بېلابېلو ولايتونو کې تاريخي ځايونو ته د هر ډول ګرځندوى لپاره زمينه برابره کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال محمدعباس ستانکزي په دې ناسته کې وویل: «د خوښۍ ځای دی چې افغانستان د یو خپلواک او له یرغلګرو د آزاد هېواد په توګه د سیاحت دغه ورځ ونمانځي، تېر ۴۰ کاله په افغانستان کې هر ډول ستونزې وې چې اوس له منځه تللې دي.»

هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې د ټوریزم نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې زموږ ولس له ۴۰ کلونو راهیسې هغه ستونزې وزغملې چې د نړۍ د زبرځواکونو له خوا پرې تحمیل شوې وې او نن موږ په ارامه فضا کې ژوند کوو، د زرګونو مجاهدینو په وینو تویدو سره زموږ په ګران هېواد کې سوله راغله.»

د هغه په ​​خبره، اوس د سيلانيانو لپاره ښه فرصت دى چې د هېواد هر ګوټ ته سفر وکړي، د افغانستان خلک او تاريخ مطالعه کړي او د دغه هېواد له طبيعي ښکلاوو ليدنه وکړي.

Visits: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.