ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۴ ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۴ ټپیان وو

author avatar
17 Dec 2022 - 20:48
تېره اونۍ افغانستان کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۴ ټپیان وو
author avatar
17 Dec 2022 - 20:48

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): تېره اونۍ له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د مرستو لړۍ دوام درلود، ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ د ۲۰۲۳ کال لپاره بیا سرپرست حکومت ته ورنه کړه او ځینو هېوادونو د افغانستان لپاره ټول‌ګډون حکومت مهم وباله.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان څوکۍ د ۲۰۲۳ کال لپاره بیا سرپرست حکومت ته ورنه کړل شوه.
  • پاکستان او تاجکستان: د افغانستان لپاره ټول‌ګډونه حکومت مهم دی.
  • ملګري ملتونه: په عام محضر کې دې د شرعي حدودو جاري کول ودرول شي.
  • بلال کریمي د شرعي حدودو د تطبیق په اړه: دا زموږ شرعي احکام دي، بهرني جهتونه بايد د افغانانو دين او اسلامي قوانينو ته درناوی ولري.
  • له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د مرستو لړۍ دوام لري.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان وو.

چارواکي وايي، د کابل په شهرنو سیمه کې د لېندې په ۲۱مه، پر یوه هوټل برید د درېیو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد او دوه بهرني وګړي په کې ټپیان شوي وو؛ خو ایمرجنسي روغتون بیا وايي چې له دغه برید څخه دوی ته درې جسدونه او ۲۱‍ ټپيان ور وړل شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دغه برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي دي.

تېره اونۍ تر هغه وروسته چې په کابل کې پر یوه هوټل د برید په پایله کې پنځه چینایان ټپیان شول، چين له خپلو اتباعو وغوښتل چې د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام له دغه هېواده ووځي.

تردې وړاندې، په کابل کې د چين سفير وانګ یو له سرپرست حکومته غوښتي وو چې د دغه هېواد سفارت امنيت ته پاملرنه لا ډېره کړي.

خو د کورنیو چارو وزارت وویل، دغه وزارت به د تخریبي او ترهګریزو پېښو مخنیوي په موخه په ډیپلوماټیکو سیمو کې امنیتي تدابیر زیاتوي، څو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخه ونیول شي.

ځايي چارواکي وايي، په سپين بولدک ولسوالۍ کې له ډیورنډ فرضي کرښې سره د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ نښته شوې چې له امله یې يو امنيتي کس وژل شوی، لس امنيتي کسان او درې ملګي وګړي ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په جلال‌اباد ښار کې د ځانګړو عملياتو پرمهال درې داعش وسله‌وال وژل شوي او په بلخ کې يوه کس خپله مېرمن وژلې ده.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د رایو په اکثریت، په راتلونکي ۲۰۲۳ زېږديز کال کې دغه سازمان کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ سرپرست حکومت ته ورنه ‌کړه.

راپورونه ښيي، د عمومي اسمبلۍ پرېکړه په دې معنا ده چې نصیراحمد فایق به د ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر میاشتې پورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وي.

د ملګرو ملتونو د باورلیک ورکولو کمېټې، یو ځل بیا په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ د برخلیک په اړه پرېکړه ځنډولې او ویلي یې دي، دغه پرېکړه په راتلونکو نهو میاشتو کې د تجدید وړ ده.

دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر غړی، سهیل شاهین د ملګرو ملتونو سازمان ته د استازي په توګه معرفي کړی، خو اوسمهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازی نصیراحمد فایق دی.

د بهرنیو چارواکو څرګندونې

راپورونه ښيي، پاکستان او تاجکستان په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان لپاره ټول‌ګډونه حکومت مهم او د سیمې پرمختګ د افغانستان ثبات پورې تړلی دی.

راپورونه ښيي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل وویل، افغانستان ته د نړۍوالو پام په کمېدو دی او دريځونه یې په سختېدو دي.

خو اسلامي امارت وایي، له نړۍوالې ټولنې سره پر مثبتو اړيکو او متقابل احترام ولاړ تعامل ته ژمن دي.

بشري حقونو ته درناوی

تېره اونۍ، افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ وویل، افغان نجونې او ښځې د پوهنې، کار، ګرځېدو او سیاسي ژوند په برخو کې له محدودیتونو سره مخ دي.

دغه‌راز، د ملګرو ملتونو یوې ډلې کارپوهانو په افغانستان کې د سرپرست حکومت له خوا په عام محضر کې خلکو ته د سزا ورکړې په اړه اندېښنه ښودلې او د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي په دې اړه وايي: «دا زموږ شرعي احکام دي، د ملګرو ملتونو په ګډون بهرني جهتونه بايد د افغانانو دين، عقايدو او اسلامي قوانينو ته درناوی ولري. کومې جزاګانې چې د اسلامي امارت له خوا تطبيقېږي هغه د اسلامي فقهې له احکامو سره سم تطبيقېږي.»

د مرستو دوام

بلجيم په افغانستان کې له اړو کسانو سره درې میلیون یورو مرسته کوي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې له روغتيايي برخې سره ۱۶ ميليون يورو مرسته کوي او د ژغورنې نړۍواله کمېټه (آی‌آر‌سي) وايي،‌ د افغانستان نږدې ټول وګړي له بې‌وزلۍ سره مخ دي، خو له څلور میلیون افغانانو سره د مرستو پروګرام لري.

تېره اونۍ، د بشري مرستو په دوام کې د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله کڅوړه کابل ته راورسېده او د ناروې هېواد وایي، اوسلو به له افغان وګړو سره خپلو مرستو او له سرپرست حکومت سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ويلي وو چې راتلونکی کال په افغانستان کې ۲۸ ميليون کسان بشري مرستو ته اړتيا لري.

په ورته مهال، د مالیې وزارت سرپرست ملا هدایت‌الله بدري له ملګرو ملتونو غوښتي چې بشري مرستې دې له دولتي ادارو سره په همغږۍ ترسره شي او د دې تر څنګ دې په پراختیایي برخو کې هم مرستې وشي.

افغان کډوال او په ايران کې څلوراړخيزه ناسته

تېره اونۍ، د ايران په پلازمېنه تهران کې د ملګرو ملتونو، ایران، پاکستان او افغانستان استازو د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې او وپتیل شوه چې افغانستان دې د هغو کډوالو لپاره چې په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي اړين اقدامات وکړي.

همدراز، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خلیل‌الرحمن حقاني په کابل کې د ايران سفارت له چارواکو سره په ليدنه کې، په ایران کې له افغان کډوالو ته د زده‌کړو، روغتيا او نورو برخو کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.

Visits: 45

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.