بلخ کې لسګونه ميله وسلې ترلاسه شوې دي
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې له پخوانیو نظامیانو څخه لسګونه ميله وسلې ترلاسه کړې دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې له پخوانیو نظامیانو څخه لسګونه ميله وسلې ترلاسه کړې دي.
د لوګر د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د مولانا یعقوب څرخي روزنتون د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پاکستان پوځ ویلي چې د چمن- سپین بولدک له نښتې وروسته یې له کابل سره د پېښې په تړاو اړیکه کړې ده.
د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې د ځانګړو عملياتو پرمهال درې داعش وسلهوال وژل شوي دي.
په غور ولایت کې یو شمېر معلولینو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له سرپرست حکومت، ملي او نړۍوالو بنسټونو څخه د کار او د دوی د معاشونو ورکړې غوښتنه وکړه؛ حکومتي چارواکي د دغې ستونزې په تایید سره وايي، د بودجې نشتوالي له امله د دوی معاشونه نه دي ورکړل شوي.
په کابل کې د چين سفير له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د دغه هېواد سفارت امنيت ته پاملرنه لا زياته کړي.
د کندوز په علياباد ولسوالۍ کې د ترافیکې پېښې له امله پنځه کسان مړه او ۲۸ نور ټپیان شوي دي، دغه راز په ميدان وردګو کې د موټر د چپه کېدو په پېښه کې يو تن مړ او درې ژوبل شوي دي.
د کندهار مسوولین وايي، په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښې نن د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ نښته شوې چې له امله يې لس نظامیان ژوبل شوي او یو وژل شوی، دغهراز درې عام وګړي هم ژوبل شوي دي.
د مالیې وزارت سرپرست له ملګرو ملتونو غوښتي چې بشري مرستې دې له دولتي ادارو سره په همغږۍ ترسره شي او د دې تر څنګ دې په پراختیایي برخو کې هم مرستې وشي.
د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د تېرې زلزلې له امله زیانمنو شوو خلکو ته ۴۸ کورونه جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزات مسوولین وایي، په کابل کې د دغه وزارت اړوند د رحمن بابا، خوشحال خان او پیر محمد کاکړ له لېسو ۵۱۴ زدهکوونکي فارغ شول.
د سټنډرډ ملي ادارې له خوا په کندهار کې د تېلو کیفیت معلومولو په موخه کمپاین پیل شوی چې په تېرو څلورو ورځو کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې ۲۵ د تېلو پمپونه د بېکیفیته تېلو د خرڅلاو او کم لېټر په تور تړلي دي.
د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو د یوه کان د استخراج چارې پيل شوې.
د پنجشېر د پوهنې رییس د کتابونو، مسلکي ښوونکو او ښوونځیو لپاره د ودانیو کموالی په دغه ولایت کې د ښوونې پر وړاندې لویې ستونزې بولي او وايي، د دغه ستونزو د هواري لپاره یې هڅې پيل کړې دی.
په غور کې یو قومي مشر محمدعثمان ملکزاده وايي، په تېرو ۴۰ کلونو کې په دوو جهادي تنظیمونو کې د دوو قومونو غړیتوب د دوی ترمنځ د سختو اختلافاتو لامل شوی و چې له بدمرغۍ پرته یې بله پایله نه درلوده؛ اوس دوی ورته د پای ټکی اېښی او د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند پیل کړ.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم نن میدان وردګو ولایت ته د سفر په ترڅ کې وویل، د افغان کادرونو روزنې لپاره له بهره علمي کادرونه جلبوي.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په مرکز پل علم کې د «فکري انسجام» په نوم د والیبال سیالۍ پيل شوې.
افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي، افغان نجونې او ښځې د پوهنې، کار، ګرځېدو او سیاسي ژوند په برخو کې له نه منلو وړ محدودیتونو سره مخ دي.
د هېواد پلازمېنې کابل په ګډون ځينو ولایتونو کې نن سهار وختي زلزله شوې ده. عیني شاهدان وايي چې زلزله نن (د لېندۍ ۲۰مه) سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې وشوه او خلک یې له خوبه…
د فوټبال په تاریخ کې مراکش لومړی عرب افریقایي او دویم اسلامي هېواد شو چې د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
په کابل کې د جاپان سفیر له افغانستان سره د مرستو زياتولو ترڅنګ وايي، په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ ته د لار هوارولو لپاره له نړۍوالې ټولنې سره بحثونه کوي.