ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټام ویسټ: افغان نجونې او ښځې له نه منلو وړ محدودیتونو سره مخ دي

ټام ویسټ: افغان نجونې او ښځې له نه منلو وړ محدودیتونو سره مخ دي

author avatar
11 Dec 2022 - 14:50
ټام ویسټ: افغان نجونې او ښځې له نه منلو وړ محدودیتونو سره مخ دي
author avatar
11 Dec 2022 - 14:50

کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي، افغان نجونې او ښځې د پوهنې، کار، ګرځېدو او سیاسي ژوند په برخو کې له نه منلو وړ محدودیتونو سره مخ دي.

نوموړي دا څرګندونې د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپله ټویټرپاڼه کې کړې دي.

ټام ویسټ لیکلي: «د بشري حقونو نړۍواله ورځ موږ ته رایادوي چې افغان نجونې او ښځې په تعلیم، کار، حرکت او سیاسي ژوند کې له نه منلو وړ محدودیتونو سره مخ دي.»

هغه زیاته کړې، د رسنیو او خلکو لپاره د بیان ازادۍ فضا تنګه شوې ده.

دی وايي: «موږ باید بشري حقونه له طالبانو او ټولو افغانانو سره زموږ د ښکېلتیا/ تعامل په مرکز کې وساتو.»

دغه‌راز، افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې ‎کرن ډیکر هم د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان سرپرست حکومت له مشرانو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعینو او نړۍوالې ټولنې د هڅو ملاتړ وکړي.

د یادونې ده، د ډسمبر لسمه هر کال په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

سږ کال دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د افغانستان سرپرست حکومت پر ښځو او نجونو ځیني محدودیتونه او مقررات وضع کړي دي.

Views: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.