ملا برادر: د کمالخان بند د کانال غځونې کار به ډېر ژر بشپړ شي
د رییسالوزراء اقتصادي مرستیال له کمال خان بنده د بیالیدنې پر مهال له خلکو سره ژمنه وکړه چې د دغه بند د کانال غځونې چارې په عملي توګه په خپله څاري او هڅه کوي چې کار یې ژر تر ژره بشپړ شي.
د رییسالوزراء اقتصادي مرستیال له کمال خان بنده د بیالیدنې پر مهال له خلکو سره ژمنه وکړه چې د دغه بند د کانال غځونې چارې په عملي توګه په خپله څاري او هڅه کوي چې کار یې ژر تر ژره بشپړ شي.
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رييس وايي، تېر یو کال په دغه ولايت د څښاک پاکو اوبو، استنادي ديوالونو، کانالونو پاکولو، کليوالي سړکونو او د لارو کوڅو جوړولو ۱۸۱ پروژې بشپړې شوې دي.
د زابل په مرکز کلات کې د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټي اخیستنې ته وسپارل شوه.
تېره شپه په شمالي سالنګ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو د اټکل خبر ورکړی دی.
په ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام (یواینډيپي) په مالي ملاتړ د ۷ میلیون افغانيو په لګښت یو کانال جوړ شو.
د لغمان د ترافيکو مدیریت وايي، نن د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالۍ کې د یوه صرف موټر د چپه کېدو په پېښه کې اووه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په کابل ښار کې د مالیزیايي غوړیو او عربي سرو زرو بیې ټیټې شوې دي، خو د نورو اړینو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
په کندهار کې حکومتي سرچينې وايي چې سوداګر محمد صادق اڅکزى تر تښتولو وروسته وژل شوى او مړی یې په ميوند ولسوالۍ کې موندل شوى دى.
ډاکټرعبدالله وایي، «شرورو او غیرمسوولو کسانو» د څووم ځل لپاره د احمدشاه مسعود د مقبرې د لوحې تیږه ویجاړه کړې، خو ذبیحالله مجاهد وایي، په تېر کې چې چا دا ډول کړنې ترسره کړې دي، هغوی مجازات شوي او دغه موضوع به هم وڅېړل شي.
د ژمي له رارسېدو او د سېلابونو راوتلو سره هممهاله، د تخار د چاهاب ولسوالۍ اوسېدونکي د مواصلاتي لارې له نشتوالي شکايت کوي او وايي، هر کال په پسرلي او ژمي کې په ساعتونو په اوبو او خټو کې ایسار پاتې کېږي.
د کانکور د ۱۴۰۱ کال ازموینه کې - چې شاوخوا ۱۴۵ زره کسانو په کې ګډون کړی و- سلیمان لومړی، محمدبشیر دویم او هدایت الله درېیم مقامونه ګټلي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) مشر منظور پښتین وایي چې پښتانه اوس راویښ شوي او هېڅکله به په ډالري او پردیو جګړو کې برخه وانخلي.
افغانستان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۰ زېږدیز کال شل اووریز کرکټ نړۍوال جام کې ګډون کړی و او تراوسه یې په شپږو نړۍوالو جامونو کې برخه اخیستې ده.
د شل اووریزو لوبو لپاره د افغانستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر محمدنبي په نړۍوال جام کې تر وروستۍ لوبې وروسته له کپتانۍ څخه خپله استعفا اعلان کړې ده.
د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې استرالیا افغانستان او نیوزلنډ ایرلنډ ته ماتې ورکړه.
د «افکو» ودانیز شرکت د دوو شریکانو محمود کرزي او عبدالحمید هلمندي تر منځ ستونزه - چې د کندهار د عینو مېنې پر سر کلونه مخکې رامنځ ته شوې وه - د عدلیې وزارت د سرپرست او د کندهار د ځينو سوداګرو په منځګړیتوب حل شوه.
د هلمند د مرکز لښکرګاه اړوند په «سردارګل محمد خان» صنعتي ښارګوټي کې د پنبې او غوړیو نوې فابریکې فعالیت پیل کړ.
د کندهار د ټرافیکو مدیریت وایي، سر له نن څخه د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو بجو لویو باروړونکو موټرو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د کندهار ښار ته داخل شي.
ځایي سرچینې وایي، د فاریاب ولایت په ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو کې د دوو بېلابېلو پېښو پر مهال دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نارینه ټپیان شوي دي. د فاریاب د امنیه قوماندانۍ…
د افغانستان د بدني روزني او ورزش ریاست وایي چې په کندهار ولایت کې د باسکټبال ملي لوبډلې ته د غوراوي ۴۴م پړاو سیالیو اتلولي هرات وګټله.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وایي چې مسکو کې د افغانستان په اړه مشورتي غونډه جوړيږي، خو د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوی به په کې برخه نه لري.
فغانستان کې د پاکستان سفارت چارسمبالی عبیدالرحمان نظاماني نن کابل ته راورسېد.