ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د عینو مینې د دوو شریکانو تر منځ د کلونو اوږده ستونزه حل شوه

کندهار کې د عینو مینې د دوو شریکانو تر منځ د کلونو اوږده ستونزه حل شوه

author avatar
4 Nov 2022 - 16:47
کندهار کې د عینو مینې د دوو شریکانو تر منځ د کلونو اوږده ستونزه حل شوه
author avatar
4 Nov 2022 - 16:47

کندهار (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۱): د «افکو» ودانیز شرکت د دوو شریکانو محمود کرزي او عبدالحمید هلمندي تر منځ ستونزه – چې د کندهار د عینو مېنې پر سر کلونه مخکې رامنځ ته شوې وه – د عدلیې وزارت د سرپرست او د کندهار د ځينو سوداګرو په منځګړیتوب حل شوه.

د افکو ودانیز شرکت په ۲۰۰۲ میلادي کال کې جوړ شو او د کندهار په مرکز کې یې د عینو مینې په نوم ښارګوټي د جوړولو کار پیل کړ.

دغه شرکت د محمود کرزي او عبدالحمید هلمندي په ګډون یو شمېر ونډه وال لرل، خو وروسته د همدغه ښارګوټي د چارو پر سر د محمود کرزي او عبدالحمید هلمندي تر منځ ستونزه رامنځ ته شوه.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې ستونزې د حل په موخه له ډېرې مودې راهیسي هڅې روانې وې او وروسته مشرتابه ته یوه طرحه وړاندې شوه.

دی وایي، د حکومت د مشرتابه په حکم او د عدلیې د سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ځینو وزیرانو او سوداګرو په هڅو دغه ستونزه تېره ورځ (پنجشنبه د لړم پر ۱۲مه) حل شوه.

ده ونه ویل چې دغه ستونزه څنګه حل او څنګه طرحه وړاندې شوې وه، خو په وینا یې، د عینو مېنې د ونډه والو تر منځ پيسې وړل شوې وې چې بیا د اسلامي امارت د مسوولینو له خوا حاضر کړل شول.

هغه سوداګر او پانګوال چې په دې غونډه کې یې ګډون درلود وايي، د دغې ستونزې له امله په عینو مېنه کې ودانیزي چارې ولاړي یا هم ټنکنۍ شوي وې، خو اوس به یو ځل بیا د رغونې کارونه پيل شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس محمدصدیق مومند وایي، دا چې اوسمهال د افکو کمپنۍ د شریکانو تر منځ ستونزه حل شوې، نو دوی باید له شوي ژمني او هوکړې سره سم خپلي چارې ګړندۍ کړي.

ده زیاته کړه: «عینومېنه یوه ملي پروژه ده، زموږ ډېرو هېوادوالو دلته پانګونه کړې او دا ښارګوټی باید نور هم انکشاف وکړي او سهولتونه رامنځ ته کړي.»

عینو مېنه چې د کندهار ښار په شمالي برخه کې پرته ده پر شاوخوا شل زره جریبه ځمکه ودانه شوې او یو پرمختللی ښارګوټی بلل کیږي.

Visits: 216

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.