ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابلوف: د مسکو په مشورتي ناسته کې به د کابل استازی برخه نه لري

کابلوف: د مسکو په مشورتي ناسته کې به د کابل استازی برخه نه لري

author avatar
4 Nov 2022 - 13:23
کابلوف: د مسکو په مشورتي ناسته کې به د کابل استازی برخه نه لري
author avatar
4 Nov 2022 - 13:23

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ١٤٠١): د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وایي چې مسکو کې د افغانستان په اړه مشورتي غونډه جوړيږي، خو د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوی به په کې برخه نه لري.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې دا غونډه د روانې اکټوبر میاشتې په نیمایي کې جوړه شي.

د ټاس خبري اژانس په حواله د خپرو شویو خبرونو له مخې، د افغانستان په چارو کې د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې د افغانستان په اړه د «مسکو فرمټ» مشورتي غونډه جوړېږي، خو د اسلامي امارت پلاوی به په دې غونډه کې ګډون ونه لري.

په راپور کې راغلي، په دې غونډه کې به د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون ولري.

دا په داسې حال کې ده چې  تېر کال د اکټوبر په شلمه په روسیه کې ورته ناسته جوړه شوه او په دې ناسته کې د افغانستان د ریاست الوزرا لومړي مرستیال عبدالسلام حنفي برخه اخستې وه.

Views: 142

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.