ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد ټول ژورنالیستان له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبتېږي

د هېواد ټول ژورنالیستان له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبتېږي

author avatar
3 Apr 2023 - 11:53
د هېواد ټول ژورنالیستان له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبتېږي
author avatar
3 Apr 2023 - 11:53

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اداري غونډه کې د ځینو نورو موضوعاتو ترڅنګ پرېکړه شوې، څو د هېواد ټول ژورنالیستان له دغه وزارت سره ثبت او کارټونه پرې ووېشل شي.

یاد وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، دا پرېکړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اداري غونډه کې شوې چې د دغه وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ پرون جوړه شوې وه او پکې د وزارت مرستیالانو، رییسانو او نورو مسوولینو هم ګډون کړی و.

سرچینه زیاتوي، په غونډه کې په نشراتي او کلتوري چارو کې د تېر کال پر نیمګړتیاوو او راتلونکي کال کې د فعالیتونو پر ودې او پراختیا بحث وشو.

د سرچینې په وینا، د غونډې ګډونوالو د اړوندو ارګانونو ترمنځ د شوي هوکړه‌لیک پر تطبیق ټینګار وکړ چې له مخې یې، د رسنیو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت واحد مسوول بنسټ بلل شوی او بل هیڅ بنسټ ته حق نه دی ورکول شوی چې د دغه وزارت او د رسنیزو سرغړونو کمېسیون په جریان کې اچولو پرته دې په مطبوعاتي چارو کې مستقیمه مداخله وکړي.

سرچینه کاږي، همداراز پرېکړه وشوه څو د هېواد ټول ژورنالیستان له دغه وزارت سره ثبت او کارټونه پرې ووېشل شي.

خو په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی چې د ژورنالیستانو د ثبت لړۍ په کومو شرایطو او څه وخت پیلېږي.

Views: 82

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.