مزارشریف (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د مزارشریف د مولانا جلالالدین محمد بلخي هوایي ډګر مسوولین وایي، په تېر څه باندې یوه کال کې یې د ۳ میلیون ډالرو او ۵۰ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د یاد هېوايي ډګر مرستیال مولوي عبدالغفار فاروقي وايي، له هغه وروسته چې اسلامي امارت پر هېواد واکمن شوی، په تېر څه باندې یوه کال کې توانېدلي چې د اسعارو او نورو قیمتي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې ښې لاستهراوړنې ولري.
هغه زیاته کړه: «په تېر څه باندې یوه کال کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي هوایي ډګر کې د درې میلیونه ډالرو او ۵۰ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی شوی چې بهر ته یې د لېږدولو هڅه کېدله.»
فاروقي دغه راز وایي، له دغه نړۍوال هوايي ډګره د پروازونو لړۍ ۲۴ ساعته په منظم او نورمال ډول دوام لري.
د هغه په خبره، په یاده موده کې له دغه هوايي ډګره ۱۵۰۰ کورني او بهرني پروازونه شوي او دا لړۍ دوام لري.
دغهراز هغه یادونه وکړه چې په هوايي ډګر کې یې د یو شمېر ودانیو د بیارغولو ترڅنګ د امبولانس اسانتیاوې هم برابرې کړې او کارکوونکو ته یې روزنیز سمینارونه جوړ کړي دي.
Views: 226
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن