ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: تېر څه باندې یو کال کې له بلخه د ۳ میلیون ډالرو او ۵۰ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی شوی

چارواکي: تېر څه باندې یو کال کې له بلخه د ۳ میلیون ډالرو او ۵۰ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی شوی

author avatar
11 Apr 2023 - 16:51
چارواکي: تېر څه باندې یو کال کې له بلخه د ۳ میلیون ډالرو او ۵۰ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی شوی
author avatar
11 Apr 2023 - 16:51

مزارشریف (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د مزارشریف د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي هوایي ډګر مسوولین وایي، په تېر څه باندې یوه کال کې یې د ۳ میلیون ډالرو او ۵۰ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

د یاد هېوايي ډګر مرستیال مولوي عبدالغفار فاروقي وايي، له هغه وروسته چې اسلامي امارت پر هېواد واکمن شوی، په تېر څه باندې یوه کال کې توانېدلي چې د اسعارو او نورو قیمتي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې ښې لاسته‌‌راوړنې ولري.

هغه زیاته کړه: «په تېر څه باندې یوه کال کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي هوایي ډګر کې د درې میلیونه ډالرو او ۵۰ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی شوی چې بهر ته یې د لېږدولو هڅه کېدله.»

فاروقي دغه راز وایي، له دغه نړۍوال هوايي ډګره د پروازونو لړۍ ۲۴ ساعته په منظم او نورمال ډول دوام لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.