ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند افغانستان ته د ۲۰ زره مټریک ټنه غنمو رالېږلو هوکړه لاسلیک کړه

هند افغانستان ته د ۲۰ زره مټریک ټنه غنمو رالېږلو هوکړه لاسلیک کړه

author avatar
13 Apr 2023 - 16:17
هند افغانستان ته د ۲۰ زره مټریک ټنه غنمو رالېږلو هوکړه لاسلیک کړه
author avatar
13 Apr 2023 - 16:17

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): هند له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو په دوام، د ۲۰ زره مټریک ټنه غنمو رالېږلو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

دغه مطلب په ممبيي کې د افغانستان کونسلګرۍ له خوا خپور شوی دی.

سرچينه کاږي، دغه هوکړه‌لیک چې د هند په ممبيي ښار کې د افغانستان جنرال کونسلې ذکیه وردګ په شتون کې، د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جي‌پي سینګ او په هند کې د خوړو نړۍوال سازمان (WFP)  د استازې الیزابت موري له خوا لاسلیک شو، پر اساس به یې ۲۰ زره مټریک ټنه غنم له ممبي ښار څخه د چابهار بندر له لارې د افغانستان خلکو لپاره انتقال او ډالۍ شي.

سرچينه زياتوي، ذکیه وردګ د یاد هوکړه‌لیک د لاسلیکولو پر مهال د افغانانو لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام او د هند هېواد او خلکو له بشري مرستو څخه ځانګړې مننه او د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د یادولو ده چې څه باندې يوه مياشت مخکې (د کب ۱۷مه) د هند حکومت د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې له افغانستان سره د ۲۰ زره مټریک ټن غنمو مرستې اعلان کړی و.

Views: 127

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.