Language

د چارو اداره: د دوولسم ټولګیو فارغانو ته د شهادتنامو په وېش کې اسانتیاوې رامنځته کوو

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): د چارو اداره وايي، د دوولسم ټولګيو فارغانو ته د شهادتنامو په وېش کې اسانتياوې رامنځته کوي او په دې برخه کې شته ستونزې له پوهنې وزارت سره په همغږۍ هواروي.

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د دغې ادارې ‎د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمداسحاق اخندزاده، د پوهنې وزارت د شهادتنامو او نتايجو رئيس مولوي صبغت‌الله وصيل په‌ مشرۍ له پلاوي سره د شهادتنامو د وېش په برخه کې د اسانتياوو پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

سرچينې لیکلي، په دغه ناسته کې د پوهنې وزارت د شهادتنامو او نتايجو رئيس مولوي صبغت‌الله وصيل ویلي چې د شهادتنامو د توزيع په برخه کې يې له کلونو ورپاتې ستونزو ته يې د حل له مناسبو لارو استفاده کړې ده.

هغه وایي، د شهادتنامو د جدولونو ثبت لپاره يې ډيجيټل سيستم فعال کړی او د اووه ميليون جلده پاتې نتايجو د ډيجيټل کولو لړۍ يې په پلازمېنې کابل او يو شمېر ولايتونو کې پيل کړې ده.

login or register a new account.