ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي

نورستان کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي

author avatar
11 Jun 2023 - 22:21
نورستان کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي
author avatar
11 Jun 2023 - 22:21

پارون (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د نورستان په دواب او منډول ولسوالیو کې د سېلابونو راوتو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د منډول ولسوالۍ یوه اوسېدونکي معلم محمدرسول د غبرګولي په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې وروسته د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې له باران وروسته سېلابونه راوتلي چې له امله یې خلکو ته ګڼ مالي زيانونه اوښتي دي.

د هغه په خبره، د يادو سېلابونو په پايله کې د خلکو ځمکې، کورونه او پلونه ویجاړ او زیانمن شوي دي.

د معلم محمدرسول په خبره، سېلابونو د ګمتا څخه نيولې تر کوراج سيمې پورې ټول سړکونه هم ویجاړ کړي او د خلکو مالونه او څاروي يې هم وړي دي.

د نورستان د پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې ريیس مولوي قيام‌الدين جانباز پژواک ته د سېلابونو پخلى وکړ او زياته يې کړه، د لومړنيو معلوماتو پر اساس، دغو سېلابونو سل وزې او څلور موټر وړي او دغه راز دوولس دوکانونه او په کوراج سيمه کې يو روغتيايې مرکز ویجاړ او یا یې زیانمن کړي دي.

دغه راز دوه پلونه، څو ژرندې او سلګونو جريب کرنيزه ځمکه او باغونه یې هم ویجاړ کړي دي.

جانباز وایي، د انساني تلفاتو په هکله ورته تر اوسه معلومات نشته خو د دواب او منډول عمومي سړک هم د دغه سېلاب له امله ځاى ځاى ويجاړ شوى او د موټرو تګ راتګ بند شوى دى.

په ياده سيمه کې مخابراتي شبکې کار نه کوي، ښايي نور زیانونه یې هم اړولي وي.

منډول او دواب د نورستان په غربي دره کې پرتې ولسوالۍ دي چې سړکونه يې لا له مخکې خراب وو او موترو به په ډېرې سختۍ پرې تګ راتګ کاوه.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.