منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جاپان له افغانستان سره ۱۰ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۲ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف وایي، جاپان په افغانستان کې د څه باندې ۷۰ زره ماشومانو زده‌کړو په برخه کې د ۱۰ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.

یونیسف نن (جمعه) پر خپله وېبپاڼه لیکلي: «د جاپان حکومت د دغه هېواد نړۍوالې همکارۍ ادارې (JICA)  له لارې په افغانستان کې  د ماشومانو زده‌کړو د دوام لپاره ۱۰ میلیون امریکایي ډالرو مرسته وکړه.»

یونیسف اټکل کړی چې دغه مرسته به په افغانستان کې ۷۱ زره او ۵۰۰ ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د یونیسف په وینا، په افغانستان کې اوس‌مهال پر شرایطو برابر ۶۰ سلنه نجونې او ۴۶ سلنه هلکان له زده‌کړو محروم دي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، جاپان په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د ماشومانو ملاتړ لپاره پیاوړې ملګرتیا ښودلې او لا هم دوام لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه