ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کتابونو او درسي توکو کمښت؛ د غور اوسېدونکي د دې ستونزې د حل غوښتونکي دي

د کتابونو او درسي توکو کمښت؛ د غور اوسېدونکي د دې ستونزې د حل غوښتونکي دي

author avatar
12 Jul 2023 - 16:03
د کتابونو او درسي توکو کمښت؛ د غور اوسېدونکي د دې ستونزې د حل غوښتونکي دي
author avatar
12 Jul 2023 - 16:03

فېروزکوه (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲): په غور ولایت کې د ښوونځيو مسوولین او یو شمېر زده‌کوونکي د درسي توکو له کمښته شکایت لري او غوښتنه کوي چې دغه ستونزه یې حل شي، خو ځایي چارواکي وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.

د زده‌کړو لپاره د خوندي چاپېریال نشتوالی، د درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو کموالی هغه ستونزې دي چې په دغه ولایت کې د ښوونځیو امرینو او زده‌کوونکو له خوا مطرح شوې، هغوی تېر حکومت د دې ستونزو په حل کې پر بې‌غورۍ تورنوي او له اسلامي امارته غواړي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د غور پسابند ولسوالۍ د سنګان لېسې امر مهراب دلیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ښوونځي له جوړېدو ۶۰ کاله تېریږي، خو تر اوسه ودانۍ نه لري او ټول زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې درس وایي.

هغه زیاته کړه: «دغه ښوونځی ودانۍ نه لري، د مسلکي ښوونکي له سخت کمښت سره مخ یو، کتابونه هم له لومړي تر دوولسم ټولګي کم دي، د اوبو څاه نشته، په هغو خېمو کې چې زده‌کوونکي درس وایي، د هوا ګرموالي له امله خرابې شوې او په ټوله کې ډېرې ستونزې موجودې دي.»

هغه زیاتوي، څو ځلې یې د خپلو اړتیاوو پوره کولو غوښتنه کړې، خو تر اوسه ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې؛ اسلامي امارت مسوولیت لري څو ژر تر ژره د یاد ښوونځي وضعیت ته رسېدنه وکړي او ستونزې یې هوارې کړي.

د سلطان علاوالدین غوري لېسې امر محمدطاهر صابري هم په دې لېسه کې د مسلکي ښوونکو، درسي کتابونو او درسي ټولګیو د کمښت او دغه راز د یادې لېسې د لیلیې نه فعالیت له امله شکایت لري.

صابري وایي: «پخوا د لېسې لیلیه فعاله وه، له لرو او نږدې ځایونو به ۶۰۰ زده‌کوونکو پکې شپې او ورځې تېرولې او زده‌کړې یې کولې، اوس غیرفعاله ده، درسي کتابونه، ټولګي او مسلکي ښوونکي مو کم دي، هیله‌من یو چې د پوهنې ریاست او وزارت دې برخې ته پاملرنه وکړي.»

دواړو سرچینو تېر حکومت د یاد ولایت ښوونځیو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې پر ناغېړۍ تورن کړ او له اسلامي امارته یې وغوښتل چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

بلخوا، په غور کې د ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکي هم ورته شکایتونه مطرح کوي.

د سلطان علاوالدین غوري لېسې د دوولسم ټولګي زده‌کوونکي مجیب‌الرحمن پژواک ته وویل: «ښوونځي کې مسلکي ښوونکی نه لرو، درسي کتابونه مو کم دي، د څښاک اوبه نه لرو، ټولګي مو غیرمنظم دي، یوه ورځ درس شته، یوه ورځ نه شته، که زموږ د ښوونځي وضعیت ته پاملرنه ونه شي، ټول به بې‌سواد فارغ شو.»

د سلطان راضیې غوري ښوونځي د پنځم ټولګي زده‌کوونکې راضیه هم وایي، تېر کال یې د مسلکي ښوونکو او نورو اسانتیاوو نشتوالي له امله یې ونه شو کولای سم درس ووايي.

راضيې وویل: «تخته، تباشیر او د څښاک اوبه نه لرو، درسي توکي نشته، ستونزې بېخي ډېرې دي.»

نوموړې له ځایي او مرکزي مسوولینو غواړي چې د دوی د ښوونځیو وضعیت ته د پاملرنې ترڅنګ ښوونځیو ته د نجونو د تلو او زده‌کړو زمینه هم برابره کړي.

ورته مهال، په غور کې د زده‌کړو برخې یو کارپوه پر دې باور دی چې له ډېر وخت راهیسې د یاد ولایت په ډېرو ښوونځیو کې د زده‌کړو لپاره اسانتیاوې نشته او د دغو ستونزو حل د مرکزي او سیمه‌ییزو چارواکو اقدام ته اړتیا لري.

د ښوونې او روزنې چارو پوه غلام‌نبي ساقي پژواک ته وویل، ښوونې روزنې ته باید پاملرنه وشي او شته ستونزې، هغه که په مرکز او یا ولایتونو دي، هوارې دې شي.

هغه زیاته کړه: «که اراده موجوده وي او مالي امکانات شتون ولري، حتماٌ د پوهنې برخې ستونزې هواریږي یا لږ تر لږه کمېږي، له بده مرغه په غور ولایت کې که د جمهوریت دوران و او که اوس دی، په تصمیم نیولو کې، د بېلګې په توګه په پوهنې وزارت کې د وزارت په کچه، د معینیت او یا د مهمو ریاستونو په کچه څوک نه وو چې تصمیم ونیسي، دا هم یوه ستونزه ده چې شتون لري.»

په ورته وخت کې، د غور پوهنې ریاست مسوولین یادې ستونزې د پخواني نظام مسوولینو د بې‌غورۍ پایله ګڼي او وایي، دوی د اسلامي امارت له واکمنېدو تر اوسه د یاد ولایت د پوهنې ستونزې تر ډېره حل کړې دي.

د غور د پوهنې رییس حفیظ‌الله محفوظ پژواک خبري اژانس ته وویل، له پخوا راهیسې د پوهنې په برخه کې ستونزې وې او پخواني نظام کې مسوولینو د یادو ستونزو هواري کې بې‌غوري کړې ده.

هغه وایي: «الحمدالله له دوو کلونو راهیسې د اسلامي امارت له برکته د ښوونځیو او مدرسو ۷۵ سلنه ستونزې هوارې شوې دي. په ۱۲ ولسوالیو کې مو د کتابونو کمښت ستونزه تر ۷۵ سلنه حل کړې ده او د ودانیو، خېمو او د څښاک اوبو په برخو کې مو خپلې هڅې کړې او لا هم دوام لري.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په غور کې څه باندې ۸۳۰ ښوونځي دي چې له دې ډلې یوازې شاوخوا دوه سوه یې ودانۍ لري.

هغه د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه چې په تېرو دوو کلونو کې توانېدلي د څه باندې ۴۰۰ ښوونځیو لپاره درسي توکي او اسانتیاوې برابرې کړي.

Views: 129

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.