کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وايي، د تېرې یوې میاشتې په لړ کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۸۳ زره افغان کډوال راستانه شوي چې له دې ډلې ۳۰ زره په زور را ایستل شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان لمریز کال د تېر وږې میاشتې په لړ کې له ایران او پاکستانه په ټولیز ډول ۸۳ زره او ۹۲۶ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.
هغه زیاتوي، د یاد افغان کډوالو له ډلې ۳۰ زره کسان له دواړو هېوادونو په جبري ډول را ایستل شوي او پاتې ۵۳ زره او ۹۲۶ نور په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي.
هغه وايي، د یادو افغان کډوالو له ډلې شاوخوا ۲۰ زره د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
هغه زیاته کړه، یاد افغان کډوال د هرات د اسلام کلا، د کندهار سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت معلوماتو له مخې، دا مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له ۷ تر ۸ میلیونه افغانان کډوال دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې ډلې شاوخوا درې میلیونه په ایران، شاوخوا درې میلیونه په پاکستان او پاتې نور په نورو هېوادونو کې مېشت دي؛ له دغو کډوالو ځیني یې په یادو هېوادونو کې د اوسېدو قانوني سندونه لري او ځیني یې نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال د تېرې وږې میاشتې په ۲۹مه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیلرحمان حقاني د ملي او نړۍوالو همکارو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ناسته کي ويلي وو، کوربه هېوادونه دې په جبري ډول د افغان کډوال له راستنولو ډډه وکړي او له هغوی سره دې د نړۍوالو قوانینو او تړونونو مطابق چلند وکړي.
دغه راز د نړۍوالو اړیکو کارپوه زاهد امرخېل پژواک ته وویل، د افغانانو د کډوالۍ لاملونه اقتصادي ستونزې، وزګارتیا او د هوسا ژوند لپاره هڅې دي او له همدې امله د کډوالۍ سختۍ ګالي.
د هغه په وینا، د حکومتونو مسوولیت دی چې د خلکو لپاره کاري زمینه رامنځته کړي او د خپلو خلکو ستونزې حل کړي، کار د کار اهل ته وسپاري او ټولو قومونو ته په حکومت کې ونډه ورکړي څو د کډوالۍ ستونزې حل شي.
امرخېل وایي، د کډوالۍ نړۍوالو قوانینو له مخې، هر څوک حق لري چې یوه بل هېواد ته کډوال شي او ایران یا بل هېواد د دغو قوانینو له مخې حق نه لري چې له کډوالو سره غیرانساني چلند وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن