Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار سوداګرۍ خونه: سږ کال د انګورو په صادراتو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی

کندهار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له دغه ولایته د انګورو صادرات پای ته رسېدلي چې سږ کال د تېر کال په نسبت دوه برابره ډېر وو.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، سږ کال له کندهاره هند او پاکستان ته د ۱۵ میلیونه او ۴۶ زره ډالرو په ارزښت ۲۸ زره ۳۴۳ ټنه انګور صادر شوي دي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم په بهر کې د انګورو تقاضا ډېره نه وه، خو سږ کال یې صادرات د تېر کال په پرتله نږدې دوه برابره ډېر وو.

هغه زیاته کړه: «سږ کال له کندهاره ۲۸ زره ۳۴۳ ټنه انګور صادر شوي چې مجموعي ارزښت یې ۱۵ میلیونه ۴۶ زره ډالر دی، خو تېر کال بیا د ۸ میلیونه ۹۹ زره ۴۶۰ ډالرو په ارزښت ۱۵۲۸۰ ټنه انګور صادر شوي وو.»

د هغه په وینا، دا چې انګور تر ډېره یوازې پاکستان ته صادریږي، نو سږ کال هلته د اقتصادي او نورو ستونزو له امله د انګورو تقاضا کمه وه.

بلخوا د انګورو سوداګر وايي، انګور چې څومره صادر شوي له هغه ډېر دلته په هېواد کې پاتې شوي او په مصرف رسېدلي دي.

د هغوی په وینا، که چېرې نورو نړۍوالو بازارونو ته انګور رسېدلي وای، افغان سوداګرو او بڼوالو ته به یې ډېره ګټه پاتې شوې وای.

د تازه مېوې د اتحادیې رییس ناني اغا په دې اړه وایي: «زموږ انګور ۹۰ سلنه پاکستان ته تللي، نو که چېرې نړۍوالو مارکېټونو ته موږ هوايي دهلېز یا نورې اسانه او ارزانه لارې درلودلای، صادرات به ډېر زیات وای چې هم به یې سوداګر او هم به یې باغ‌والا ته ګټه ډېره پاتې شوې وای.»

د انګورو یو سوداګر احمدشاه وایي، سږ کال چې د هغوی څنګه تمه وه په هغه بیه انګور په بهر کې ونه پلورل شول؛ ځکه په پاکستان کې اقتصادي وضعیت خراب دی.

د هغه په وینا، که چېرې دلته د انګورو ساتني امکانات یا سړې‌خونې وای هم ممکن وو چې له یو څه ځنډ وروسته انګور په ښه بیه پلورل شوي وای.

هغه زیاته کړه: «سږ کال د انګورو صادرات ډېر وو، خو بیه یې بیا ښه نه وه ځکه زموږ انګور یوازې پاکستان ته وړل کېږي او هلته د اقتصادي مشکلاتو په خاطر بازار سوړ وو، که چېرې مو دلته انګور ساتلي وای، بیا هم په ښه بیه خرڅېدل، خو د ساتنې امکانات نه لرو.»

بڼوال بیا وایي، سږ کال د انګورو کیفیت ښه و او صادراتو یې هم ‌ډېر و، خو د بیو ټيټوالي له امله یې دوی ډېره ګټه نه ده کړې.

یو بڼوال سیداحمد په دې اړه وایي: «سږ کال انګور ډېر صادر شول؛ ځکه خامخا پر بیه یې تاثیر کوي، خو بدبختانه موږ دلته د انګورو ساتنه نه شو کولای چې پاخه شي باید ژر یې صادر کړو، که چیرې یې وساتو نو موږ ته دوه برابره ګټه کوي.»

سږ کال د انګورو صادراتو په پیل کې سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د جر یا تلاشۍ له امله موټر ډېری وخت ځنډېدل، خو وروسته بیا دا ستونزه حل شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.