ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د دوو قومونو ترمنځ روغه وشوه

خوست کې د دوو قومونو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
1 Nov 2023 - 08:59
خوست کې د دوو قومونو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
1 Nov 2023 - 08:59

خوست‌ښار (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): خوست کې د دوو قومونو ترمنځ د غره او ځمکې د حدودو پر سر رامنځته شوې لانجه حل او فصل شوه.

د عليشېرو او باک ولسواليو اړوند د تريزيو او بابکرخېلو په نوم یادو قومونو له تېرو شاوخوا شپېتو کلونو راهيسې له يو بل سره د ځمکې او غره د حدودو پر سر لانجه درلوده.

د ولايتي مسوولينو په وينا، دغه لانجه د خوست د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسيون او د دغه ولايت د قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو د يو لړ مراسمو په ترڅ کې حل او فصل شوه.

د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسيون غړي مولوي حضرت جمال پژواک اژانس ته وويل، شاوخوا ۶۰ کاله مخکې د وخت حکومتي مسوولينو له خوا د ځمکې حدود معلوم شوي وو خو دواړو لورو نه وو منلي.

نوموړي وويل، د کمېسيون غړو د اسنادو د هر اړخيزې مطالعې او تحقيقاتو او همدا ډول د ساحې د جي‌پي‌اېس په اخيستو سره يې د دواړو قومونو ترمنځ حدود معلوم کړل.

هغه زياته کړه: «د یادې ستونزې د حل په موخه په ۱۳۴۳ کال کې د وخت حاکم پرېکړه کړې وه چې وروسته د جانبینو له لوري نه وه منل شوې او تر دې دمه له تطبیقه پاتې وه خو خوشبختانه اوس حل او فصل شوه.»

مولوي حضرت جمال د دغه ولايت پر قومي مشرانو او خلکو غږ وکړ چې خپلې ټولې ستونزې د خبرو او مصلحت له لارې حل او فصل کړي او په دې برخه کې به د ولایت ټول مسوولين ورسره همکار وي.

نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې خلکو ته ډاډ ورکړ، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې دولتي ځمکې غصب او په خپل واک کې راولي.

هغه زياتوي: «په خوست کې مو تر دې دمه زرګونه جريبه غصب شوې امارتي ځمکه تثبيت کړې ده، موږ په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»

ورته مهال، د يادو قومونو مشرانو په خپلو کې خوښي څرکنده کړه چې ترمنځ يې د شپږو لسيزو لانجه په خير او خوشحالۍ سره حل شوه.

د تريزيو قوم يوه مشر مختارالدین جلالزي پژواک اژانس ته وويل، د دوی ترمنځ شپېته کاله وړاندې شوې پرېکړه د جانبینو په رضایت تطبیق کېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د دغه ولايت له نورو قومونو هم وغوښتل چې خپلې ستونزې او لانجې د خبرو له لارې حل کړي.

هغه زياتوي: «زموږ د دواړو قومونو ترمنځ دا ستونزه شپېته کاله همداسې وه، له يو بل سره مو ډېرې لانجې او دعوې وکړې خو د الله شکر دی چې د اوسني حکومت مسوولينو راته د ورورۍ په فضا کې حل کړه.»

دغه راز د بابکرخېلو قوم يوه مشر حاجي‌محمد رحمان بيا پژواک ته وويل چې د يادې لانجې پر سر د دواړو قومونو ځوانانو څو ځلې د يو بل پر وړاندې وسلې پورته کړې او سنګرونه يې نيولي دي.

هغه زیاته کړه، که دولتي مسوولينو لږه بې پروايي هم کړې وای، له يادې لانجې به ډېره لويه دښمني جوړه شوې وه.

رحمان وويل: «زموږ د بابکرخېلو او د تريزيو قوم ترمنځ سلګونه دوستۍ او خپلوۍ دي، تګ راتګ مو هم دی، موږ هم نه غوښتل چې لانجه لويه کړو؛ ډېر خوشحاله يو چې خدای پاک له جنګونو په کې وساتلو.»

د يادو مراسمو په وروستۍ برخه کې د دواړو قومونو مشرانو او ځوانانو د پرېکړې د تطبیق په خوشحالۍ کې یو بل ته د مینې او ورورۍ غېږې ورکړې.

د يادونې ده، د لويې پکتيا په کچه خوست يو له هغو ولايتونو دی چې د دښتو، غرونو او څرځايونو پر سر خپلو کې بې شمېره دعوې او لانجې لري.

Views: 1880

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.