ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه ۲۱ سلنه خو د لومړنیو توکو بیې ۱۳ سلنه رالوېدلې

15 Jan 2024 - 09:00
15 Jan 2024 - 09:00

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): افغانستان کې د تېر کال مرغومي میاشتې په پرتله د لومړنیو خوراکي او سون‌توکو بیې په داسې حال کې په منځنۍ کچه ۱۳ سلنه رالوېدلې چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بیه ۲۱ سلنه لوړه شوې او په نړۍوال مارکېټ کې هم د یادو توکو بیې په منځنۍ کچه ۱۴ سلنه رالوېدلې دي.

ځیني خلک شکایت کوي چې د توکو بیې د افغانۍ ارزښت لوړېدو په پرتله لږې رالوېدلې او د ځینو شنونکو په اند، بیې ځکه لږ ټیټې شوې چې د نورو لاملونو ترڅنګ اقتصادي مافیا یې ټیټېدو ته نه پرېږدي.

شنونکي وایي چې حکومت باید د انحصار او احتکار ماتولو لپاره جدي مبارزه وکړي، خو د کابل ښاروالي وایي، له بیو جدي څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په بازارونو کې احتکار وکړي.

د پژواک د اونیزو خبرونو له مخې، تېر کال د مرغومي په لسمه په کابل کې ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ،  ۴۹ کیلوګرامه بوره په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره غوړي په ۱۸۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کيلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ پلور کېدل.

دغه راز د تېر کال د مرغومي په لسمه په کابل کې یو لېتر پټرول په ۷۵ افغانۍ، یو لېتر ډېزل په ۹۱ افغانۍ او یو کیلوګرام ګاز په ۶۲ افغانۍ پلور کېدل.

خو د روان کال د مرغومي په لسمه په کابل کې ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ،  ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه بوره په ۳۱۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره غوړي په ۱۳۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کيلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ پلور کېدل.

په یاده نېټه په کابل کې یو لېتر پټرول په ۷۲ افغانۍ، یو لېتر ډېزل په ۶۱ افغانۍ او یو کیلو اوبلن ګاز په ۵۱ افغانۍ پلور کېدل؛ خو تېر کال د مرغومي په لسمه یو ډالر په ۸۹ افغانۍ او د روان کال د مرغومي په لسمه په ۷۰.۳ افغانۍ پلورل کېده.

دغو بیو ته په پام د تېر یو کال په پرتله د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه ۲۱ سلنه خو د لومړنیو توکو بیې په منځنۍ کچه ۱۳ سلنه رالوېدلې دي.

نړۍوال مارکېټ کې د لومړنیو توکو بیې

د ټرېډینګ اکانومیک پاڼې معلوماتو له مخې، د تېر یوه کال په پرتله په نړۍوال مارکېټ کې د لومړنیو توکو بیې په منځنې کچه څه باندې ۱۴ سلنه رالوېدلې دي.

د ۱۴۰۱ کال د مرغومي لسمه په نړۍوال مارکېټ کې د یوه پاونډ بورې بیه ۱۸.۹ امریکایي ډالر، د یو کیلوګرام چای بیه ۲.۹۲، د یو بوشل (نړیوال مارکېټ کې د غلې د وزن واحد) غنمو بیه ۷۶۷، د یوه  سي‌ډبلیوټي (شمالي امریکا کې سل پونډه) وریجو بیه ۱۴.۹، د یو ټن غوړیو بیه ۸۹۷.۱۸، د یو بېرل خامو تيلو بیه ۷۶.۳ او د یوه  اېم‌اېم‌بي‌ټي‌یو (په نړۍوال مارکېټ کې د طبیعي ګاز کچې معلومولو واحد) طبیعي ګاز بیه ۳.۶۷ امریکایي ډالرو وه.

سږ کال د مرغومي میاشتې په لسمه په نړۍوال مارکېټ کې د یوه پاونډ بورې بیه ۲۰.۹، د یو کیلوګرام چای بیه ۲.۷، د یو بوشل غنمو بیه ۶۱۸، د یو سي‌ډبلیوټي وریجو بیه۱۷.۱، د یو ټن غوړیو بیه ۷۹۵.۳۱، د یو بېرل خامو تېلو بیه ۷۲.۴ او د یو اېم‌اېم‌بي‌ټي‌یو طبیعي ګاز بیه ۲.۸۳ امریکایي ډالره وه.

ځیني خلک: هټۍ‌وال توکي په لوړه بیه پلوري

د کابل ښار اوسېدونکی حاجي نصرالله هم وایي، کله به چې د ډالر ارزښت یو سنټ هم لوړ شو نو بیې به هم ورسره یو ځل لوړې شوې، خو اوس چې د افغانۍ ارزښت ډېر لوړ شوی، په هغه کچه ورسره د توکو بیې نه دي راټیټې شوې.

هغه هم وايي چې حکومت باید ټولو هټۍ‍‌والو ته نرخ‌نامې ورکړي، بیا یې جدي وڅاري او له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې توکي په لوړه بیه پلوري.

د کابل ښار بل اوسېدونکی نصیراحمد وایي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راوروسته بیې تر یوه بریده کنټرول شوې خو د ډالر ارزښت را ټیټېدو او د خلکو وزګارتیا ته په کتو باید حکومت نور هم په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي.

هغه وایي: «د افغانۍ ارزښت ورځ په ورځ لوړیږي او له سوداګرو غواړو چې بې‌انصافي دې نه کوي؛ د خلکو حال او وضعیت ته دې وګوري او که څوک بې‌انصافي کوي، باید حکومت ورسره قانوني چلند وکړي.»

«مافیا نه پرېږدي چې بیې ټیټې شي»

د اقتصادي چارو پوه عبدالنصیر رشتیا پژواک وویل چې له افغانستانه د ډالرو د قاچاق او د هېواد بازارونو کې پر بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخنیوی، دغه راز هېواد ته «د ډالري کڅوړو راتګ» د دې لامل شول چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شي.

هغه وویل: «افغانستان یو وارداتي هېواد دی، ټول توکي په ډالرو پېري، خو دا چې ولې د افغانیو ارزښت  لوړېدا د بیو پر ټیټېدو ډېر تاثیر ونه کړ؛ دا ځکه چې افغانستان یو منظم د رېل‌پټلۍ سیسټم نه لري، یو مجهز ترانسپورټېشن نه لري او کوم توکي چې هېواد ته واردیږي، کرایې یې ډېرې لوړې تمامیږي، همدا راز اوس هم یو څه اقتصادي مافیا په بازارونو کې شتون لري چې په انحصار او احتکار سره نه پرېږدي بیې راټیټې شي.»

د ده په وینا، حکومت ته په کار دي چې د انحصار او احتکار ماتولو لپاره جدي مبارزه وکړي او بازارونه رقابتي کړي څو د توکو بیې ورسره راټیټې شي.

دی وایي چې افغان حکومت باید د صادراتو، کورنیو تولیداتو او پانګونې برخو کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي څو ورسره د افغانۍ ارزښت وساتل شي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ریاست له تېرو دوو کلونو راهیسې د کابل ښار په بازارونو کې نرخ‌پاڼې وېشي او جدي څارنه یې کوي.

هغه وویل: «د اولیه توکو په بیو باندې یوازې کرنسي اغېز نه لري، خو یو لامل کېدای شي؛ اولیه توکي اکثریت واردوونکي توکي دي او ځيني وختونه یې بیې په نړۍوالو بازارونو کې پورته کېږي، لکه تاسو ولیدل کله چې د اوکراین جنګ شروع شو، په اروپا کې غوړي نه پيدا کېدل، ډالر پر خپل ځای و، خو بیې یو ځل پورته شوې، خامخا دا د افغانستان پر بازارونو هم تاثیر لري او بله د ترانسپورټ او مصافې مسئله هم مهمه ده، خو الحمدالله اوس مهال تر ډېره دا ستونزه حل شوې ده.»

بارکزی وایي که چېرې د تېر کال نرخ‌پاڼې له اوسنیو نرخ‌پاڼو سره پرتله شي، نو د لومړنیو توکو په بیو کې ډېر تغییر راغلی او راټیټې شوې دي.

هغه په ټینګار سره وویل، ښاروالي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په بازارونو کې احتکار وکړي.

Views: 178

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version