ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې دې ژر پیل شي»

«له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې دې ژر پیل شي»

author avatar
12 May 2024 - 19:22
«له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې دې ژر پیل شي»
author avatar
12 May 2024 - 19:22

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): د چاپېریال ساتني ملي ادارې رییس د م.م پراختیایي پروګرام له مسوول سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې دې ژر تر ژره پیل شي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یادې ادارې عمومي رییس حافظ عزیزالرحمن په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مسوول سټیفن سره لیدلي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس وویل، افغانستان له اقلیمي بدلون څخه اغېزمن هېواد دی او د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو زیانونه په مستقیم ډول پر عامو خلکو او سیمه‌ییزو ټولنو اغېز کوي.

دی وايي، د اقلیمي بدلون ننګونو ته د رسېدو لپاره ګډو اقداماتو ته اړتیا ده؛ ځکه اقلیمي بدلون یوه نړۍواله مسئله ده، که چېرې له افغانستان سره دې برخه کې همکاري ونشي نو نړۍوال به هم ترې خوندي نه وي او بیا به یې جبران ناممکن وي.

هغه زیاته کړه، د چاپېریال ساتنې ملي اداره له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې برخه کې له نړۍوالو موسسو او بنسټونو سره هر ډول کارکولو ته ژمنه ده.

نوموړي د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له مسووله وغوښتل چې د لنډمهاله پروژو پر ځای د اوږدمهاله او بنسټیزو پروژو تطبیق ته زمینه برابره کړي او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې دې ژر تر ژره پیل شي؛ ځکه دا د افغانستان مسلم حق دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مسوول ژمنه وکړه چې د دې ادارې د ځنډول شوو پروژو د بیا پیل لپاره هڅې ګړندی شوې او هیله یې وښوده چې تعلیق شوې پروژې به هر څه ژر پیل شي.

نوموړي وویل: «د اقلیمي بدلون او چاپېریال اړوند مسایل سیاسي نه دي او موږ به کوښښ وکړو چي نړۍوال ډونران په افغانستان کي د اقلیمي بدلون اړوند پروژو تطبیق ته وهڅوو او تمرکز به مو په افغانستان کې پر اوږدمهاله او اساسي پروژو وي.»

هغه زیاتوي: «موږ هڅې پیل کړې څو د اقلیمي بدلون په تړاو نړۍوال کنفرانس یا کاپ ۲۹ چې په راتلونکي کې اذربایجان کې جوړېږي، افغانستان ته رسما دعوت ورکړل شي او په دې سره وکولای شو ټولې هغه پروژې چي دا مهال د سیاسي ملحوظاتو له امله تعلیق شوې، پیل کړو.»

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.